د خېبر پښتونخوا صوبايي کابينې د صوبې په کچه مرحله وار ډول د بلدياتي ټاکنو کولو منظوري ورکړې او د انتخاباتو د پاره يې د سږ کال د سپټمبر د مياشتې ۱۵مه نېټه ټاکلې ده۔
بلخوا د حکومت مخالف ګوندونو غړي د بلدیاتي انتخاباتو په اړه د خېبر پښتونخوا د حکومت دغه فېصله غېر اييني بولي او وايي عدالت او الېکشن کمېشن صوبايي حکومت باید د دې خبرې پابند کړي چې بلدياتي ټاکنې دې د زر تر زره وکړي.
د صوبايي حکومت مخالفین وايي د ټاکنو په قانون کې د بلدياتي حکومتونو ميعاد پوره کېدو وروسته دوباره ټاکنې په ۱۲۰ ورځو کې دننه کول پکار دي خو د يو کال نه سېوا وخت تېرېدو باوجود لا ټاکنې نه دي شوي۔
د حزب اختلاف غړی وايي د مقامي حکومتونو د نيشتوالي له کبله د صوبې په زياتره سيمو کې ترقياتي کارونه په ټپه ولاړ دي او حکومتي غړي د بلدياتي ادارو فنډونه د سياسي مقصد د پاره په مخصوص حلقو کې کاروي۔
د بلدیاتي انتخاباتو په اړه د صوبايي حکومت د فېصلې اعلان د قانون وزیر سلطان محمد خان د کابينې د اجلاس وروسته مېډيا سره خبرو کې وکړو او وه یې وویل " د لوکل ګورنمنټ يا مقامي چې کوم حکومتونه دي د هغې د ټاکنو حوالې سره حکومت د سپتمبر پنځلسم تاريخ ورکړی دی۔
سلطان محمد خان زیاته کړه "صوبايي حکومت به د الېکشن کمېشن سره په ګډه د دغه ټاکنو انعقاد کوي او اختيارات به لاندينې کچې ته منتقل کړل شي، کوم مقامي حکومتونه چې جوړ شي د هغې نه به عام اولس ته ډېره فائده وي"
د حکومت مخالفه سياسي ګوند جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان چې د پېښورهايي کورټ کې د بلدياتي ټاکنو په مقرره موده کې نه ترسره کېدو له کبله يې د صوبايي حکومت خلاف خواست کړی، وايي د صوبايي کابينې دغه منظوري غېر دستوري ده ځکه چې د قانون مطابق بلدياتي انتخابات د کال ۲۰۱۹ د دسمبر په مياشت کې کول پکار وؤ۔
" او دا سپتمبر د تاريخ په اړه زما د عدالت او الېکشن کمېشن نه خواست دې چې دا مسترد کړي او په فوري طور باندې د بلدياتي انتخاباتو کولو تاريخ ورکړي ځکه چې دا د عوامو بنيادي بشري او دستوري حق دې، دوېمه خبره دا ده چې دوئ وايي بلدياتي ټاکنې به مرحله وار کېږي نو دا صوبايي حکومت په دې کې د مداخلت کولو د پاره جواز او لاره ګوري او دا مونږه مسترد کوؤ"
صوبايي حکومت دريځ خپلوي چې د مقامي حکومتونو د پاره ټاکنې ړومبې د قبايلي سيمو د حلقو بندو او بيا د کرونا وبا خورېدو له امله د ځنډ ښکار شوي۔
د خېبر پښتونخوا د لوکل ګورنمنټ يا د ټولنيز ټاکنو د کال ۲۰۱۳ قانون ترمخه د صوبايي ترقياتي بجټ ۳۰ فيصده برخه به مقامي حکومتنو ته ورکول کېږي او د ضلعو ترمنځه د دغې پېسو وېش به صوبايي مالياتي کمېشن کوي۔
د عوامي نشنل ګوند غړې او د مردان ضلعې پخوانی ناظم حمايت الله مايار وايي صوبايي حکومت ځکه بلدياتي انتخابات په سپتمبر کې کولو اعلان کړې چې د تېر مالي کال په څېر روان کال هم د ضلعو د پاره ټاکلې شوي فنډونه د سياسي مقصد د پاره وکاروي ګينې دا انتخابات د روژې يعني د اپريل مياشتې نه وړاندې هم کېدلې شي۔
" د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ هغه پېسې وي دوئ استعمال کړې د صوبايي اسمبلۍ د ممبرانو په زريعه باندې او هغه هم په سياسي بنيادونو باندي استعمال کړي، تاسو وګړۍ بجت چې منظور کړل شوې ؤ نو زمونږه مقامي حکومتونو خپله ای ډي پي يا ترقياتي پروګرام هم ورکړې ؤ، نو هغه ترقياتي پروګرام يې د منځه يوړو او خپل ډپټي کمشنران چې ناست دي د هغو په زريعه يې هغه پېسې استعمال کړې او د کار د پاره يې ځايونه هم بدل کړل او په خپله خواخه يې پېسې هم ولګولې"
پوهان وايي د انتخاباتو يا ټاکنو د کال ۲۰۱۷ قانون ترمخه د بلدياتي حکومتونو د مودې پوره کېدو وروسته به په ۱۲۰ ورځو کې دننه نوي انتخابات کولی شي۔ دوئ وايي په خېبر پښتونخوا کې د مقامي حکومتونو معياد د کال ۲۰۱۹ په اګست مياشت کې پوره شوې او د قانون مطابق بلدياتي ټاکنې هم دغه کال په دسمبر کې کول پکار وو۔