د خېبرپښتونخوا حکومت په کمپیوټر پوهه ځوانانو دپاره په انټرنېټ د کاروبار مرکز پرانیستلو

د ساینس او ټيکنالوجۍ د پاره د خېبر پښتونخوا وزير اعلي مشير ضياالله بنګش وېنا وه چې د صوبې نورو سيمو ته به د انټرنټ سهولت ورکولو تر څنګ داسې ډول نور بزنس پروسسنګ اوټ سورسنګ مرکزونه هم به جوړولی شي شي چې پکې مردان، سوات او د کوهاټ په رنگ ښارونه شامل دي

د خېبر پښتونخوا حکومت په انټرنټ او کمپيوټر پوهه ځوانانو ته د روزګار موقعې ورکولو د پاره په حکومت کچه د کاروبار د پاره د يو مرکز پرانسته وکړه چې د چارواکو په وېنا به دې سره نه يوازې ځوانان رورگار ترلاسه کړی شي بلکې قومې خزانې ته به هم ګټه روسوي.

د ساینس او ټيکنالوجۍ د پاره د خېبر پښتونخوا وزير اعلي مشير ضياالله بنګش وېنا وه چې د صوبې نورو سيمو ته به د انټرنټ سهولت ورکولو تر څنګ داسې ډول نور بزنس پروسسنګ اوټ سورسنګ مرکزونه هم به جوړولی شي شي چې پکې مردان، سوات او د کوهاټ په رنگ ښارونه شامل دي.

ضیاالله بنگش وویل دغه پروسېسنگ مرکزونه به د ځوانانو "ډيجيټل سکلز" یا د کمپیوټر او د انټرنېټ په هنر کې تربیه هم وکړی.

د خېبر پښتونخوا انفارميشن ټيکنالوجې څانګې ډپټي پروجيکټ ډائريکټر عاصم اسحاق وايي چې منصوبې سره بين القوامي ادارې د مقامې کمپنو په مرستې سره خپل کاروبار کولې شي چې فائده به يي صوبې ته رسي.

عاصم اسحاق وویل " په دې کې تنخوا چې دې نو ۳۰ ، ۴۰ هزار نه شروع کېږي او کمشين باندې هم پکې نوکرې وي، صوبې ته دا فائده چې خلق به په روزګار شي، دې کې به نوکرې پېدا کېږي، ټيکس په مد کې به صوبې ته ډېرې پېسي ميلاويږي."

د پېښور يو ځايي زده کونکې عامر خان چې په دغه کاروباري مرکز کې ډيوټي کۍ هغه وايي چې د د نورو نوکرو په پرتله هغه دلته د خپل تعليم جاري ساتلو ترڅنګ د ځان د پاره پېسې هم ګټلې شي۔

" مونږ لا پکار دي چې کوم زده کونکي دي هغوي دلته پارټ ټائم يا فارغ وخت کې دلته نوکري کۍ نو هغوي به جېب خرچ هم ووباسي او کور واله سره به هم مالي مرسته کوي"

د خېبر پښتونخوا انفارميشن ټيکنالوجې چارواکو په وېنا بزنس پروسسنګ اوټ سورسنګ منصوبه کې به مقامي کپمنۍ په کم قيمت د سرکاري وسائلو په زريعه بېن القوامي مارکيټ سره په کاروبار مرسته کوي او دې د پاره به ۷۰۰ ځوانانو ته نوکرې ورکولې شي۔