واېټ هاوس ویلی د لبنان د خپلواکۍ درناوی دې وشي

سپینې ماڼۍ یا واېټ هاوس په ټولو هېوادونو او ډلو غږ کړی چې د لبنان خپلواکۍ او ازادۍ ته درناوی ولري.

د سپینې ماڼۍ لخوا په یوه خپور شوي بیان کې راغلي چې دوی پدې حساس وخت کې په لبنان کې د ملیشو او یا د بل هر بهرني ځواک لخوا د لبنان د ثبات ګواښل نشي زغملی.

په بیان کې دا هم راغلي دي چې هیڅوک باید د لبنان له خاورې څخه د نورو د ګواښلو هڅه هم وه نه کړي.

په ورته وخت کې لبنان له سعودي عربستان څخه غوښتي دي چې د لومړي وزیر رفیق حریري د ورکېدو په اړه ورته معلومات ورکړي.

د لبنان ولسمشر له سعودي عربستان څخه د شنبې یا خالي په ورځ وغوښتل چې پدې اړه ورته معلومات ورکړي چې ولې حریري یوه اونۍ مخکې له خپلې څوکۍ څخه د ناڅاپي استعفا څخه وروسته خپل هېواد ته بیرته نه دی ستون شوی.

حریري د نومبر په څلورمه نېټه د سعودي عربستان له پلازمینې ریاض څخه د تلویزیون له لیارې خپله اعلان وکړ چې له خپلې څوکۍ څخه کوزیږي. د حریري له دې اعلان سره د لبنان سیاستوال هک حیران شول. حریري تر اوسه پورې بیرته لبنان ته نه دی تللی او په لبنان کې داسې اوازې دي چې حریري په سعودي کې د هغه د خوښې پرته نیول شویدی.

حریري په دغو خبرو کې په ایران او د هغوي په لبنانۍ ډلې حزب الله باندې تور ولګاوه چې په هیواد کې یې پولې ته څېرمه بی ثباتي جوړوي.

د حریري له خبرو داسې څرګندیږي چې لبنان کې اوس دوه سیالې ډلې یوه خپله دده او بله د حزب الله ډله د ایران او سعودي ترمنځ په سیاستونو کې بند پاتې دی.

خو د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ وویل چې "هیڅ داسې نښه نښانه" نشته چې ښاغلی حریري دې د سعودي عربستان د مقاماتو له لورې د خپل مقام نه د استعفا لپاره تر فشار لاندې نیول شوی وي.

د لبنان د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله، د جمعې د ورځې په سهار سعودي عربستان د لبنان د صدراعظم سعد حریري په توقیفولو تورن کړ. ښاغلي نصرالله همداشان تور ولگاوه چې عربستان له اسرائیل نه غوښتي چې پر لبنان برید وکړي.