دليبيائي مشر معمرقذافي داقتدار خاتمې لپاره فعاله ياغي جنگيالو وئيلي دي هغوي دپايتخت طرابلس په گڼ شمير برخو کنټرول ترلاسه کړى دى.
ياغيان دښار دبهرني دفاعي حصار څخه داوړيدو وروستو مرکزي گرين اسکوائر ته رسيدلي ، دغلته په زرگونو مقامي خلکو په جشن کې برخه واخسته.
په طرابلس کې دقذافي دکور دخواؤشا سيمو په شمول گڼو ځائيونو کې دياغيانو او امنيتي ځواکونو ترمينځ نښتې شوي او دقذافي دځوې سيف الاسلام څخه وروستو دهغه ديو بل ځوې دنيولو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي.
دياغي مشرانو وينا ده هغوي په طرابلس او خواؤشا سيمو کې په مختلفو مقامونو دمزاحمت سره مخ دي، دښاغلي قذافي دموجوده ځايې په اړه تر دې مهاله هيڅ معلومات نشته.
پلازمينې سره نزدې په يوه پوځي اډه دقبضې کولو څخه وروستو دختيز لوري ته پروت ښار ته دورننوتلو په مهال باغيان ديو څه مقاومت سره مخ شوي وؤ، خو دغه مقاومت ډير زر ختم شو.
دباغيانو ديو وياند په وينا دجنگيالو يوه ډله دسمندر له لارې هم طرابلس ته ورننوتلې ده.
هغه وويل دقذافي ساتونکو خپلې وسلې غورځولي چې دهغې څخه وروستو باغيانو دطرابلس په لويه سيمه قبضه کړې ده.
ياغيان دا دعوه هم کوي چې دقذافي دوه ځامن يې نيولي چې په هغې کې دهغه ممکنه جانشين سيف الاسلام هم شامل دى.
دجرمونو نړيوالې محکمې ائي سي سي دسيف الاسلام دنيولو پخلى کړى د او داستغاثې وکيل لوئس مورينو اوکيمپو وائي سيف الاسلام دې زر تر زره په هيگ کې محکمې ته وسپارل شي.
په سيف الاسلام دانسانيت په ضد دجرمونو تورونه لگول شوي وئيل کيږي هغه داحتجاجي تحريک په لمړنيو ورځو کې دپاريدلو مظاهره چيانو دچقولو دپاره په هغوي دبريدونو اجازه ورکړې وه.