د ليبيا ياغيانو دشورو په ورځ دمعمرقذافي دمړ يا ژوندي نيونکو لپاره د1.7 ملينو ډالرو دانعام اعلان هم کړى.
د ليبيا دملي موقتي کونسل اين ټي سي مشر مصطفي عبدالجليل دياغيانو مرکز بن غازې کې وئيلي اين ټي سي دکاروباريانو لخوا دمعمر قذافي دمړ يا ژوندي نيولو په اړه ددوؤ ملينو دينارو دانعام داعلان ملاتړ کوي.
69 کلن معمرقذافي چې 42 کاله يې دليبيا مشري کړې دڅو اونيو راهسې نۀ دى ليدل شوى او پخپلو جاري کوونکو پيغامونو کې دليبيا په اولس غږ کوي چې هغوي دې ياغيان دطرابلس څخه وباسي.
هغه دشورو په ورځ دا ادعا هم کړې وه چې دطرابلس په کوڅو کې پرته له ليدو څخه ګرځيدلى دى.
عبدالجليل وويل ترڅو چې قذافي مړ يا ژوندى ونۀ نيول شي تر هاغه وخته پورې به دهغه پوځونه او ملګري مزاحمت نۀ پريږدي.
دياغيانو يو وياند کرنل عبدالله وئيلي دي دباب العزيزيه قبضه کيدل په طرابلس او ليبيا کې دقذافي درژيم خاتمه څرګندوي او ادعا يې وکړه چې دليبيا د90 څخه تر 95 فيصده پورې سيمه دياغيانو په قبضه کې ده.
دياغيانو مشران وائي غواړي چې قذافي ونيسي او په ليبيا کې پرې مقدمه وچلوي، خو قذافي دخپل ځوې سيف الاسلام او استخباراتو دمشر عبدالله په شمول دجرمونو په نړيوال عدالت کې دانسانيت په ضد دجرمونو دتورونو سره مخ دى.
ليبيا کې دقذافي ضد ياغيان پايتخت طرابلس او دهيواد نورو برخو باندې خپل کنټرول مضبوطوي خو هغوي دمعمرقذافي دپلويانو له لوري دسخت مزاحمت سره مخ دي.
هاغه وګړي چې د جګړو له امله يې محفوظو سيمو ته کډې کړې وې، داوسنيو پيښو په نظر کې نيولو سره دواپسۍ په اړه هيله مند دي.
دقذافي مخالفينو دليبيا د90 فيصده سيمو دکنټرول ترلاسه کولو ادعا کړې خو معمرقذافي تر دې مهاله نيول شوى نۀ دى او هغه تيره ورځ يا دګټې او يا دهغه په وينا د((شهادت)) ترلاسه کولو دارادې څرګندونه کړې وه.
قذافي پلوه پوځيانو دياغيانو تر قبضې لاندې دليبيائي مشر په کور باب العزيزيه ګوله باري کړې، او دحزب مخالف دمشرانو وينا ده ياغيانو دکمپاؤنډ څخه ګڼ شمير پوځيان نيولي دي.
په عين حال کې امريکا دليبيا د1.5 اربو ډالرو دماليت منجمد اثاثو دبحالۍ لپاره دملګرو ملتونو په امنيتي شورا يا سيکورټي کونسل کې يو قرارداد وړاندې کړى ، چې دغه شان دغه رقم دانساني خواخوږۍ په اساس کيدونکو امدادي کارروائيو باندې خرڅ کړل شي.
دملګرو ملتونو لخوا دلګول شوؤ پابنديو لاندې به منجمد شوى دغه رقم دليبيا ملي موقتي کونسل ته سپارل کيږي