د ليبيا مشر معمرقذافي د پايتخت طرابلس اوسيدونکو په مخاطب کولو سره وئيلي دي هغوي دې دښار څخه ياغيان له مينځه يوسي. بل اړخته مخالفینو اعلان کړی د قذافي د نیولو په لړ کې په مرسته به ١٦٧ میلینه ډالره اعلان ورکوي.
الرائى ټي وي د شورو په ورځ خبر ورکړو چې قذافي يو مقامي ريډيو چينل باندې اولس ته دوينا په مهال وويل هغه دنيټو دجارحيت په ضد جگړه کې د گټې ترلاسه کولو يا د هغه په وینا « شهادت» ته تیار دی.
طرابلس کې دنښتو پيل کيدو نه څو ساعته وروستو حکومت پلوه يو ټي وي چينل د قذافي په نوم يو بيان کې وويل په باب العزيزيه دنيټو د فضائي بريدونو له امله هغه ددفاعي نقطه نظره ددغه ځايې څخه شاتگ خپل کړى دى.
د لیبیا د موقتي قامي شورا مشر مصطفی' عبدالجلیل د شورو په ورځ وئیلې د هغه ډله د تجارانو د هغا فیصلې ملاتړ کوي چې د قذافي د نیولو په لړ کې په مرسته به ١٦٧ میلنه ډالر انعام ورکوي.
واشنگټن کې امريکائي چارواکو ددې خيال څرگندونه کړې ده چې قذافي هم په ليبيا کې دى، په نيويارک کې دملگرو ملتونو لپاره دليبيا مرستيال سفير ابراهيم داباشي ميډيا سره خبرو کې وويل هغه هيلري لري په راتلونکو دريوؤ ورځو کې به طرابلس په مکمله توگه ازاد شي.
همدغه راز ياغيانو دتيلو دپيداوار په اړه په مهم ختيز ښار راس لانوف دقبضې کولو اعلان هم کړى چې دقذافي پلرنۍ سيمې سرت په ختيز کې دى.
د شورو په ورځ نشر شوي پيغام کې قذافي وئيلي په پټه يې دطرابلس دمختلفو مقامونو دوره کړې خو دا يې په ډاگه نۀ کړه چې دغه دوره کله شوې وه.
له دې وړاندې دليبيا د پايتخت طرابلس اوسيدونکودشورو په سحر جشن ونمانځلو خو دمعمرقذافي په کمپاؤنډ دياغيانو دقبضې باوجود دليبيائي مشر او دهغه دکورنۍ درک نۀ دى لگيدلى.
دياغيانو دملي موقتي کونسل مشر مصطفي عبدالجليل وينا ده پايتخت کې دروانو نښتو په مهال تر دې مهاله 400 کسان وژل شوي او 2,000 نور ژوبل شوي دي، خو دا يې په ډاگه نۀ کړه چې ايا دمرگ ژوبلې دغه شميره دقذافي دملگرو او مخالفينو دواړو ده؟
جليل نيوز چينل فرانس -24 ټيلي ويژن ته وويل تر دې مهاله 600 قذافي پلوه پوځيان نيول شوي خو دهغه په قول جنگ به تر هاغه وخته پورې نۀ ختميږي ترڅو چې قذافي ونۀ نيول شي
طرابلس کې دياغيانو دنوي پوځي مشر عبدل حاکم بلحج دنهې په ورځ وئيلي وؤ دقذافي کمپاؤنډ يوه برخه اوس هم دحکومت په کنټرول کې ده.
دنيټو يو وياند برسلز کې ميډيا سره خبرو کې وويل ليبيا کې دتنظيم مشر پايې ته نۀ دى رسيدلى او پوځي عمليات به هاغه وخته پورې دوامداره وي ترڅو چې په اولسي وگړو دبريدونو لړۍ او دنورو کارروائيو خطره په مکمله توگه ختمه شوې نۀ وي.