سيف الاسلام : طرابلس اوس هم دحکومت په کنټرول کې دى

د لیبیا د حکومت وسله وال مخالفین

دليبيا دمشر معمرقذافي يو ځوې سيف الاسلام وئلي دي پايتخت طرابلس اوس هم دهغه دپلار دحکومت په کنټرول کې دى، ياغيان ادعا کوي چې هغوي دطرابلس په گڼ شمير برخو يې قبضه کړې ده.

له دې وړاندې دحزب اختلاف مشرانو او هيگ کې قائم بين الملي پوځي محکمې وئيلي وؤ دقذافي ځوې چې پرې دانسانيت په ضد دجرمونو فردجرم لگول شوى ، دياغيانو په قبضه کې دى.

خو سيف الاسلام دنهې په سحر ناڅاپي هاغه هوټل ته ورسيدو چرته چې دبين المللي ميډيا خبريالان موجود وؤ، وروستو هغه ديو کاروان په شکل کې دخپلو پلويانو دسيمو په لوري روان شو.

دياغيانو سرچينو دا هم وئيلي دي چې دليبيا دمشر يو بل ځوې هم په کور کې دگرفتارۍ څخه بچ وتلى دى.

دحزب اختلاف دموقتي ملي کونسل مشر مصطفي عبدالجليل وائي چې ياغيانو ته معلومه نۀ ده چې ايا قذافي اوس هم هيواد کې موجود دى که نه؟، هغه وويل چې کۀ چرې يو ځل دليبيا مشر ونيول شي نو په ضد به يې منصفانه قانوني کارروائي کولى شي او دفتحې اصلي شيبه به هاغه وي کله چې قذافي ونيول شي.

ښاغلي جليل ومنله چې ياغيانو طرابلس په مکمله توگه خپل کنټرول کې نۀ دى اخستى، دحزب اختلاف دجنگيالو وينا ده حکومت پلوه ځواکونه تر دې مهاله دپايتخت دلسو څخه تر پنځسو فيصدو پورې سيمه باندې کنټرول لري چې پکې دښاغلي قذافي دباب العزازيه احاطه هم شامله ده.

دگل په ورځ جگړه کې هاغه مهال شدت راغلى ؤ کله چې داحاطې څخه ټينکونه راووتل او گوله باري يې شروع کړه ، څو مياشتې دمخه دنيټو دفضائي بريدونو له امله دسيمې زياتره برخه تباه شوې وه.

دليبيا حکومت هاغه خبر هم يوه پروپيگنډه گرځولې چې پکې وئيل شوي وؤ ياغيانو دسرکاري ټيلي ويژن په اسټيشن قبضه کړې ده، دليبيا دسرکاري ټيلي ويژن نشريات دگل په شپه پرله پسې بند وؤ.