د لیبیا بن غازي ښار کې ټرک بم ١٣ کسان وژلې

تیر کال د امریکا سفیر او درې نور امریکایان بن غازي کې د امریکې په کونسلخانه په حمله کې ووژل شو

د لیبیا بن غازي ښار سره د پوځي پوسټ سره نزدې د ټرک بم چاؤدنې له امله ١٣ وژلې شوي او گڼ شمیر نور زخمیان شوي دي.
د چارواکو د وینا ترمخه وژل شوو کسانو زیاتره عسکر او د امنیتي ادارو ملازمین شامل دي.
بن غازي د لیبیا دویم لوې ښار دی. په دې ورستیو میاشتو کې ښار کې د پوځي او پولیس افسرانو وژنې زیاتې شوي دي.
بن غازي د هغه ملیشا مرکز گڼلی کیږي چې کال ٢٠١١ کې يي د لیبیا پخواني مشر معمر قذافي د حکومت تخته نسکوره کړې وه.
زیاتره خارجي هیوادونو بن غازي کې د تشدد په وجه خپلې کونسخانې تړلې دي.
تیر کال د امریکا سفیر او درې نور امریکایان بن غازي کې د امریکې په کونسلخانه په حمله کې ووژل شو.