دداعش مشکوک پاکستاني نژاد وسله وال د لندن د حملو مشر و

د لندن حملو په ځای کې یوه میرمن گلونه ږدي

د برطانيي پولیس د هیواد په سرښار لندن کې تیره هفته د ترهگرۍ په لړ کې ١١ کسان نیولې دي او ویل کیږي چې د حملو مشري یو داسې پاکستاني نژاد تن کوله چې داعش سره تړون يي څرگند وو او پولیس ترې پخوا تفتیش هم کړی و.

پولیس د ٢٧ کلن دغه نشناخت د خرم شهزاد بټ په نوم کړی دی. دې په پاکستان کې زیږدلی او بیا يي د برطانيي شهریت ترلاسه کړو. پولیس د جاري تفیتش په وجه د هغ نوم نه څرگندولو. بټ د دوو ماشومانو پلار دی. نوم يي . ویل کیږي چې د لندن په شرقي برخه کې د هغه کور سره نژدې په لارو کوڅو کې هغه د داعش د پلوې په توگه پیژندلی کیدو.

په لندن کې د خالي، شنبې په ورځ دریو کسان په موټر او په چړو په خلکو حمله وکړه او اووه کسان ووژل. ورسته پولیس درې واړه حمله کونکي په ډوز ووژل.

پولیس د خرم شهزاد بټ نه علاوه د دویم حمله کونکي شناخت هم وکړو. دغه تن رشید رضوان دی چې د لیبیا او د مراکش شهریت لرلو دعوه يي کړي وه. د دریم حمله کونکي شناخت لا نه دی شوی.

داعش د حملې ذمه واري قبوله کړې ده.

د مشکوک پاکستاني نژاد حمله کونکي په اړه ویل کیږي چې هغه د کور سره نژدې په یو پارک کې ماشومانو ته د اسلام تبلیغ کولو چې بیا پرې یو مقامي اوسیدونکي پولیس ته شکایت هم وکړو.

تیر کال هغه د ټیلي وژن په یو دستاویزي فلم کې هم لیدل شوی و چې د داعش بیرغ يي پورته کړی و او ورسته د یو احتجاج په موقع لیدل کیږي چې پولیس سره په جنگ دی. د احتجاج انتظام سخت دریځه ملا انجم چودهري کړی و. داعش ته خلکو د راجلب کولو په سر انجم چودهري ته سزا ورکړی شوي ده.

تیره میاشت د برطانيي په مانچسټر ښار کې د موسیقۍ د یو پروگرام ورسته یو ځانمرگي حمله کې ٢٢ کسان ووژل شو.

د حمله کونکي شناخت د سلمان عابدي په نوم د ٢٢ کلن تن شوی دی چې مور او پلار يي لیبیا نه برطانيي ته هجرت کړی و.

داعش د مانچسټر د حملې ذمه واري منلې ده.

د مانچسټر او بیا د لندن د حملو ورسته برطانيي د امنیتي او استخباراتي ادارو د څارنې په نظام پوښتنې راپورته شوي دي چې څه رنگ داسې کسان په حملو کې کامیاب شول چې د وړاندې نه د تندوره نظریاتو لپاره چارواکو ته معلوم وو.

د رپورټونو ترمخه، تیره میاشت په مانچسټر کې د جومات، د ټولنې مشرانو او د عابدي گاونډیانو په پولیس الزام لگولی و چې د عابدي په اړه ددوي په شکایتونو يي څه غوږ نه و گرولی. د ټولنې یو کارکونکې وویل چې هغه پنځه واره پولیس ته د سلمان عابدي په اړه اطلاع وکړي وه ددې ورسته چې هغه وویل ځانمرگي حمله کول صحیح کار دی.

د مشکوک تندلارو د څارنې په اړه د راپورته شوو پوښتنو جواب کې نه خو پولیس او نه هم د برطانيي د کور دننه د اسختباراتي ادارې ایم ايي فایو څه ویلي دي خو د پارلیمنټ غړي دا غوښتنه کوي چې د سلمان عابدي په اړه اطلاع ولې په سنجیده ډول نه وه اخیستل شوي.

هم دغه رنگ پوښتنې د پاکستاني نژاد وسله وال په اړه راپورته کیږي. ایریکا گیسپري په مشرقي لندن کې د بارکنگ نومې برخې اوسیدونکې ده چرته چې دغه وسله وال هم وسیدلو. هغه وايي دوه کاله وړاندې يي پولیس ته د هغه په اړه اطلاع ورکړي وه. هغه وايي ماشومان يي چې کورته راغلل نو ورته يي وویل چې مسلمانیدل غواړي. دغه تن ورته په پارک کې د اسلام تبلیغ کړی و. ایریکا وايي بیا هغې پولیس ته اطلاع ورکړه.

د خالي، شنبې، د ورځې د حملې مشر مور او پلار د پاکستان نه په برطانیه کې سیاسي پناه اخیستي وه. مطبوعات د حملو مشکوک مرکزي کردار د ای بي زي په نوم هم یاد کړی دی چې په مختلفو ځایونو کې يي ملازمت کړی و.

د هغه یو ملگري بي بي سي ته ویلي پولیس ته د هغه د سخت دریځه نظریاتو په اړه اطلاع ورکړې وه.

په لږه موده کې پرله پسې د ترهگرۍ حملو ورسته د برطانيي وزیراعظم ټریزه می ویلي هیواد به د ترهگرۍ د مخنیوي لپاره تگ لاره بدلوي. هغې وویل په هیواد کې د تندروۍ لپاره ډیر برداشت موجود دی چې ختمول به ضروري وي.

د گل، دوشنبې، په ورځ پولیس د لندن په مشرقي برخه کې چاپې وهلې او ١١ کسان يي گرفتار کړې دي. په گرفتار کسانو کې اووه زنانه او څلور سړي شامل دي.