هغه غږ چې طالبانو خاموشه کولو لا نور مضبوط شو

ملاله وس په نړۍ کې د جینکو د تعلیم او د حقونو د یو علامت په توگه پیژندل کیږي. په دې تصویر کې ملاله په کنیا کې د کډوالو په یو کیمپ کې تقریر کوي

د امن نړي وال نوبېل انعام گټونکي ملاله یوسفزۍ باندې طالبانو پنځه کاله وړاندې د اکتوبر د میاشت په نهمه نیټه حمله کړي وه او د میرمنو د تعلیم او حقونو لپاره هغه غږ چې دوي د ټوپک په زور خاموشه کولو لا نور هم مضبوط شو.

ملاله وس په نړۍ کې د جینکو د تعلیم او د حقونو یو علامت گڼلی کیږي.

طالبانو په ملاله یوسفزۍ باندې د سوات په مرکزي ښار مینگوره کې په کال ٢٠١٢ کې په داسې حال کې حمله کړي وه چې هغه د خپلو نورو ملگرو سره سکول نه کور ته روانه وه.

ملاله او د سکول دوه نورې ملگري یې زخمي شوې او طالبانو په یوې وړې ماشومې زنانه د حملې ذمه واري په غاړه واخیسته.

د وي او ای ډیوه خبریال فیاض ظفر په ملاله د حملې یاد تازه کوي او په خپل رپورټ کې یې د هغې خدماتو ته کتنه کړي ده.

Your browser doesn’t support HTML5

نوبل انعام گټونکي ملاله یوسفزۍ باندې طالبانو د حملې پنځم کال