مومند او باجوړ ايجنسو کې بم چاؤدنې، ١ عسکر وژل شوی، ٨ ژوبل دي

په قبائيلي سيمو مومند ايجنسۍ کې په امنيتي سرتيرو دوه او باجوړ ايجنسۍ کې يوه بمي چاؤدنه شوې ده

د پاکستان په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې د سړک غاړې دوه بمي چاودنوکې يو خاصه دار وژل شوی او د يو امنتيتي سرتيري په گډون دوه نور کسان ژوبل شوي دي . بلخوا باجوړ ايجنسۍ کې هم په ليويز شوې بمې چاؤدنه کې شپږ امنيتي سرتيري ژوبل شوي دي .
د ځايې چارواکو په وينا د مومند ايجنسۍ په کوز چمرکنډ کې دغه چاؤدنې نن د اتوار په ورځ په داسې حال کې شوي دي ، چې د مليشې ځواکونه په علاقه کې په ډيوټۍ وو ، او د سړک غاړي بمي چاؤدنې پرې شوي دي .
دواړو چاؤدنو کې ژوبل او مړي د مومند ايجنسۍ مرکزي روغتون غلنۍ ته وړل شوي دي .
او د پېښې وروستو امنيتي سرتيرو علاقه په گېره کې اخيستې او د لټون عمليات پيل کړي دي .
مومند ايجنسۍ کې په تيره يو اونۍ کې دا پينځمه چاودنه وه ، چي پکې د امنيتي ځواکونو د سرتيرو سره ځايي خلکو ته هم مرگ ژوبله اوختې ده .
په مومند ايجنسۍ کې د بدامنې په پېښو کې زياتوالی په داسې مهال مخې ته راغلی ، چې د پاکستان ځايي ميډيا کې داسې راپوروه خپاره شوي ، چي په علاقه کې بيا د وسله والو فعاليتونه سوا کېدې شي او دوي ته د نوؤ عملياتو امر شوی دی .
بلخوا ته هم د قبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ پوليټيکل انتظاميې چارواکي وائي ، د باجوړاجنسۍ خار تحصيل رشکۍ علاقه کې د ليويز په کاروان ريمورټ کنټرول بمي چاودنه شوې ، چې پکې د ليويز پينځه غړي پينځه ژوبل شوي دي .
چارواکي وائي د ليويز اهلکار د معمول په ګشت وو، چي چاودنه پرې وشوه . د پېښې وروستو په سيمه کې د پلټنې عمليات پيل شوي ، او د امنيتي سرتېرو د عملياتو په مهال د باجوړ او پېښور لويه سړک تر درېو ساعتو پورې تړل شوی و .