واشنگټن پوسټ : د ملا عمر علاج پاکستان کې شوې دی

پاکستان چې دکال 1996 څخه يې تر کال 2001ء پورې دطالبانو ملاتړ کړى ؤ اوس هم پرې داسې شکونه کيږي چې هغوي طالبانو سره جوختې اړيکې لري

امريکائي ورځپاڼه واشنگټن پوسټ وائي چې دافغاني طالبانو مشر ملا محمد عمر ته دپاکستان په کراچۍ ښار کې دپاکستان داستخباراتي شبکې ائي ايس ائي په مرسته دزړۀ ددورې له امله دعلاج اساني ورکړل شوې وه.
دغه ادعا چې واشنگټن پوسټ ورځپاڼې پخپل ان لائن ايډيشن کې دايکلپس ډلې لخوا خپره کړې پاکستان په سم لادسي توگه بې بنياده گرځولې ده.
په امريکا کې دپاکستان سفير حسين حقاني وائي دغه راپور هيڅ اساس نۀ لري.
دامريکائي چارواکو لخوا په سم لاسي توگه د دغه راپور پخلى نۀ دى شوى.
Eclipse group پخپل راپور کې وائي دجنورۍ په 7مه نيټه دافغاني طالبانو په مشرملا محمد عمر دزړۀ دوره راغلې وه او ددائي ايس ائي په مرسته يې دکراچۍ په هسپتال کې علاج شوى ؤ.
دکراچۍ په هسپتال کې ددريوؤ يا څلورو ورځو پورې ددرملنې وروستو هغه ائي ايس ائي ته ورکړل شو او ورته په کور کې په کټ دڅو ورځو دارام مشوره ورکړل شوې وه.
کوم ډاکټر چې دراپور سرچينه ده هغه وائي داپريشن څخه وروستو داسې ښکاريده چې ملا عمرپه دماغي توگه کمزورى شوى ؤ او هغه په تړتړۍ ژبه خبرې کولې.
پاکستان چې دکال 1996 څخه يې تر کال 2001ء پورې دطالبانو ملاتړ کړى ؤ اوس هم پرې داسې شکونه کيږي چې هغوي طالبانو سره جوختې اړيکې لري.
په امريکا کې دپاکستان سفير حسين حقاني وائي دپاکستان د استخباراتي شبکې، پوځ او قانون پځايې کوونکو چارواکو اوس هم دالقاعده او طالب جنگيالو نيولو لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتلي او کۀ چرې ورته باوري خفيه معلومات ترلاسه شي نو دهيچا دگرفتارۍ څخه به ډډه ونۀ کړي