میانمار دوو خبریالانو ته د اووه کاله قیدا سزا ورکړی شوی

د روېټرز خبریالانو په حق کې د یوې مظاهرې منظر

په میانمار کې د رویټزر خبري ادارې دوه خبریالانو ته د هېواد د خفیه معلوماتو په اړه د قانون د خلاف ورزۍ په الزام د اووه کاله قید سزاگانې ورکړی شوي دي.

خبریالان وا لون او کیاو سو اوو تیر کال د ډسمبر په میاشت کې گرفتار شوي وو. دوه د ینگون په یو ریسټورانټ کې د دوو پولیس افسرانو نه ملاقات کولو او ورته ځینې دستاویزات ورکړی شول.

په دواړه خبریالانو د افیشل سیکرټ اېکټ نومې قانون د خلاف ورزۍ الزام لگول شوی و. دغه قانون په کال ١٩٢٣ د انگریزانو د حکومت په وخت کې پرځای کړی شوی و چې میانمار ته به برما وېل کیدل.

دواړو خبریالانو ویلي دستاویزات یې غوښتي نه وو.

د رای د ازادۍ او د انساني حقونو دپاره کارکونکو د دواړو خبریالانو د گرفتارۍ غندنه کړې ده او په کال ٢٠١٦ کې په هېواد کې د پوځي واکدارۍ د ختمیدو ورسته یې دا د رای د ازادۍ دپاره د حکومت لوې ازمیښت گڼلو.

د رویټرز مدیر سټیفن اډلر د خپلې ادارې د خبریالانو د قېد سزا وغندله. په یو بیان کې هغه وویل دا د میانمار، د دواړه خبریالانو او مطبوعااتو د دپاره د خفگان ورځ ده.

په میانمار کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو رابطه کار نوټ اسټبی هم د خبریالانو په قید کیدو د مایوسۍ څرگندونه وکړه.