د زرگونو په شمیره کې د میانمار مسلمانانو وطن پریښودی دی، امدادي کارکونکي وايي

په انډونیشیا کې د ورهینگیا مسلمانانو په حق د د ویستل شوي یوې مظاهرې تصویر

تشدد نه د ځان محفوظ ساتلو په غرض د زرگونو په شمیره کې د میانمار مسلمانان بنگله دیش ته تللې دي او د امدادي کارکونکو په وینا دا لړۍ د اتوار، یکشنبې، په ورځ هم جاري وه او د کډوالو دپاره په جوړ کیمپونو کې د سر پټولو نور ځای نه دی پاتي شوی.

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي ار ترجمان ویوین ټین ایسوسي ایټډ پریس خبري ادارې ته ویلي د اگست د ٢٥ مې نیټې څخه را پدیخوا ٧٣٠٠٠ روهینگیا مسلمانان میانمار یا د پخوانۍ برما نه په وتلو مجبور شوي دي.

د میانمار په رخاین صوبه کې تشدد او د مسلمانانو انخلا په داسې حال کې شورع شوی چې سیمه کې روهینگیا وسله والو په پولیس او نور امنیتي ادارو په حملو لاس پورې کړو، ددوي وینا وه چې میانمار د امنیتي ادارو نه د خپل قام تحفظ کول غواړي. میانمار بدمت د منونکو د اکثریت ملک دی او مسلمانان پکې په اقلیت کې دي.

ددې حملو په جواب کې امنیتي ځواکونو وسله والو خلاف "د چاڼ عملیات" پیل کړي دي.

یو امدادي کارکونکي ویلي ٥٠ روهینگیا کډوال يي د بنگله دیش کاکس بازار ښار هسپتالونو ته لیږلې چې په بدن يي د گولو زخمونه وو. دغه ښار د میانمار سره په پوله پروت دی.

بنگله دیش ته رسیدونکو ځینې کډوالو ویلي کورونو سره نژدې يي بمونه خلاصیدل او ځینې روهینگیا خلک ژوندي سوزول کیدل.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ د میانمار د سرحد سره نژدې د بنگله دیش تیکناف کلي نه په میانمار کې په فضا کې پورته کیدونکی لوگی لیدل کیدی شو.

د امدادي کارکونکو په وینا بنگله دیش ته رسیدونکي روهنیگیا کډوال په بیړنۍ توگه طبي امداد ته اړتیا لري ځکه چې ډیر پکې د ساه د ناروغو، خوراک د کمي او نور ناروغیو سره مخامخ دي. امدادي کارکونکوي وايي کډوالو دپاره موجود طبي سهولتونه ناکافي دي او د نورو طبي کارکونکو ضرورت هم شته.

د میانمار حکومتي امنیتي ځواکونه او روهینگیا وسله وال په یو بل د تشدد راپارولو الزاما لگوي. د میانمار پوځ ویلي وسله والو سره نښتو کې ۴٠٠ کسان وژل شوي دي چې زیاتره وسله وال دي.

د میانمار حکومت په روهینگیا وسله والو دا الزام هم لگوي چې خپلو کورنو ته خپله اور اچوي او بدهسټ يي سوزولي دي.

د روهینگیا مسلمانانو او د بدهست ترمنځ تاوتریخوالی په کال ٢٠١٠ کې پیل شوی دی. ددغه ورخت راهسې یو لاک روهینگیا بې کوره شوي دي او د کډوالو په کیمپونو کې ژوند کوي.