د نېټو مشر: د افغانستان سیاسي قیادت د طالبانو مقابله ونکړی شوه 

د سټالټنبرګ په قول د افغان قیادت دې ناکامۍ مونږ دې ټرېجیډي غمېزې ته بوتلو چې نن لیدل کېږي

د نېټو سېکرېټري جنرل جېنس سټالټنبرګ د طالبانو واک ته د رسېدلو الزام د افغانستان د سیاسي مشرانو په ناکامۍ پورې کړی دی.

سټالټنبرګ د نهې، سه شنبې، په ورځ په برسلز کې خبریالانو ته وویل په تېرو څو هفتو کې چې د افغانستان سیاسي او پوځې قیادت په دومره چټکتیا نسکور شو چې اندازه یې نه وه شوي.

هغه وویل ځینې افغان امنیتي عسکر په مېړانه و جنګېدل خو د ملک امنیت یې ځکه و نه ساتلی شو چې د هېواد سیاسي مشران د طالبانو په مقابله کې په ودرېدو کې ناکامه شول.

هغه وویل د افغانستان سیاسي مشرانو هغه پرامنه حل ترلاسه نکړی شو چې افغانانو یې خواهش کولو.

د سټالټنبرګ په قول د افغان قیادت دې ناکامۍ مونږ دې ټرېجیډي غمېزې ته بوتلو چې نن لیدل کېږي.

طالب وسله وال په ارګ کې ناست لیدل کېږي

د برطانيي د دفاع وزیر بېن والس د افغان حکومت د نسکورېدو سبب د تېر کال د امریکې او د طالبانو امن معاهده وبلله چې د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې لاس لیک شوي ده.

والس وویل امریکې دغه معاهده نېغ په نېغه د طالبانو سره وکړه افغان حکومت پکې شامل نه و او په نتیجه کې یې افغان حکومت کمزوری شوی و.

والس بي بي سي سره مرکه کې وویل برطانوي عسکر په افغانستان کې د امریکايي چوکاټ دلاندې پرځای کړی شوي وو او کله چې د طالبانو سره لوظنامه وشوه نو برطانيي هم خپل ځواکونه را وویستل.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه ځینې یورپي چارواکو افغانستان نه د ځواکونو د راویستلو په امریکايي طریقه کار هم تنقید کړی دی.

ځینې یورپي مشرانو د اوږدې مودې دپاره د طالبانو په واک کې د پاتې کېدو په اړه هم تشویش څرګند کړی دی.

د فرانس صدر اېمېنول مېکران د ګل، دوشنبې، په ورځ قام ته خپله وېنا کې وویل که څه هم افغانستان د فرانس نه لرې دی خو هلته چې کوم تاریخي حالات دوام لري د ټولې نړیوالې ټولنې، یورپ او فرانس دپاره اثرات لري

د فرانس صدر اېمېنول مېکران د ګل، دوشنبې، په ورځ قام ته خپله وېنا کې وویل که څه هم افغانستان د فرانس نه لرې دی خو هلته چې کوم تاریخي حالات دوام لري د ټولې نړیوالې ټولنې، یورپ او فرانس دپاره اثرات لري.

مېکران وویل په افغانستان کې د بې ثباتۍ له امله يورپ ته په غیرقانوني مهاجرت کې اضافه کېدلی شي او فرانس به د هغو خلکو دپاره خپل فرض پوره کوي چې تر ټولو زیات د خطر سره مخامخ دي.

د فرانس صدر د ترهګرۍ د زیاتېدو په امکان هم خبره وکړه او ویې وېل په افغانستان کې ترهګرې ډلې موجود دي او په هېواد کې د بې ثباتۍ نه به ګټه پورته کوي. هغه غوښتنه وکړه چې د ملګري ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل ته پکار ده چې د دې خطر ځواب ولټوي.