د نایجیریا په جومات ځانمرگي بم چاودنې لږ تر لږه ٥٠ کسان وژلي

د نایجیریا په شمال کې د هیواد امنیتي ځواکونه د بوکو حرام خلاف جگړه کې بوخت دي.

د نایجیریا په شمال مشرقي سېمه کې د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو جومات ځانمرگي حمله شوي ده چې پکې لږ ترلږه ٥٠ کسان وژل شوي دي.

د هیواد د ایدماوا ریاست په موبو کلي کې حمله په داسې مهال وشوه چې خلک جومات ته د سحر لمانځه لپاره ور روان وو.

په سمدستي توگه کومې ډلې د حملې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستي خو بوکو حرام ددې نه وړاندې دا قسمه بریدونه کړې دي.

په تیرو اتوو کلونو کې د نایجیریا حکومت خلاف جگړه کې بوکو حرام د ٢٠٠٠٠ نه زیات کسان وژلي دي. بوکو حرام د هیواد په شمالي برخه کې اسلامي حکومت قایمول غواړي.