اوباما ته پاک افغان سيمو کې په هدفونو حال احوال تير کړل شوى دى

اوباما ته پاک افغان سيمو کې په هدفونو حال احوال تير کړل شوى دى

د امريکا صدر براک اوباما سږ کال په افغانستان او پاکستان کې دامريکائي هدفونو ترلاسه کولو طريقه کار باندې خپلو امنيتي او دبهرنۍ تگلارې مشيرانو سره خبرې اترې کړي دي.
امريکائي صدر دروان کال دگرمۍ په موسم کې افغانستان څخه دامريکائي پوځيانو خپل هيواد ته دستنولود عمل پيل کولو پلان لري.
دسپينې ماڼۍ وياند رابرټ گبز وائي غونډه کې په روان کال کې افغانستان او پاکستان کې دامريکائي هدفونو او مقصدونو او ددغو مقصدونو دترلاسه کولو په لارو چارو غور وکړل شو.
هغه وويل غونډه کې صدر اوباما ته په افغانستان کې دترهه گرۍ په ضد او امنيتي وضعيت په حقله حال احوال تير کړل شوى دى.
په روانه اوونۍ کې صدر اوباما دکانگريس کليزې سټيټ اف دي يونين وينا کې وئيلي وؤ دترهه گرۍ په ضد عملياتو له امله اوس کم افغانان دطالبانو په گرفت کې ژوند کوي.
هغه وئيلي وؤ په پاکستان کې پټ دالقاعده مشران دکال 2001ء څخه دسخت فشار لاندې دي او دهغوي مشران او جنگيالي مري او د دغه ډلې په خوندي ځالو کې هم کمى راځي.
صدر اوباما په روان کال کې دپاکستان دسفر پلان لري او هغه تير کال په افغانستان کې دتندلاريتوب چقولو او دامريکائي پوځيانو خپل هيواد دراستنولو دعمل پيل کولو ته لارې هوارولو لپاره دنورو ديرشو زرو پوځيانو افغانستان ته د ليږلو اعلان هم کړى ؤ.
خو لوړپوړو امريکائي چارواکو وړانديز کړى دى چې دروان کال دجولا ئي په مياشت کې به ډير کم امريکائي عسکر خپل هيواد ته ستنيږي.
دزيارت په ورځ دسپينې ماڼۍ لخوا دغه غونډه په داسې حال کې شوې ده چې ټاکل شوې ده صدر اوباما به سږ کال دپاکستان دوره هم کوي.
په کال 2001ء کې دطالبانو په ضد پيل شوې امريکائي کارروايۍ راپديخوا کال 2010م دځاني زيانونو په حقله دبهرنيو پوځيانو لخوا په افغانستان کې تر ټولو خونړى کال ؤ چې پکې 711 بهرني عسکر وژل شوي وؤ.
په روانه مياشت کې په افغانستان کې دامريکا او نيټو ځواکونو کمانډر جنرال ډيوډ پيټرياس وئيلي وؤ طالب ياغيتوب په شا تمبيږي.