اورکزۍ ايجنسي :د کوئلې په کان کې چاؤدنې شپږمزدوران وژلي

د مړه شوؤ مزدورانو تعلق د سوات او شانگله پار ضلعې د بېلا بيلو علاقو سره دی .

د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزۍ ايجنسۍ کې د کوئلې په يو کان کې چاؤدنه شوې چې له امله يې په کان کې کار کوؤنکي شپږ مزدوران وژل شوي دي .

د اورکزۍ ايجنسۍ د پوليټيکل انتظاميې د چارواکو په وينا ، دغه پېښه نن د زيارت په ورځ سحر رامنځته شوې ، او د کوزې اورکزۍ ايجنسۍ په ډولۍ نومې علاقه کې د کوئلې په يو کان کې د گېس جمع کېدو له کبله چاؤدنه شوې ده ، او د کان لاندې کښېناستو په نتيجه کې مزدوران مړه شوي دي .

د چارواکو په وينا پېښه کې شپږ مزدوران مړه او شپږ نور ژوبل شوي دي ، او ژوبل شوي مزدوران نزدې روغتون ته رسول شوي دي .

او د مړه شوؤ مزدورانو تعلق د سوات او شانگله پار ضلعې د بېلا بيلو علاقو سره دی .

اورکزۍ ايجنسۍ کې د کوئلې گڼ شمېر کانونه دي ، او دغلته له دې وړاندې هم دغه رنگ پېښې رامنځته شوي دي .

راپورونه وايي کانونو کې د چاؤدنو له امله مزدوران ځکه مړه شي ، چې هغويي سره د حفاظت دپاره څه قسمه انتظام نه وي .