خيبراو اورکزو کې 14 جنگيالي وژل شوي

خيبراو اورکزو کې 14 جنگيالي وژل شوي

دپاکستان قبائيلي سيمو اورکزو او خيبرايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو اوتندلارو ترمينځ دگل په ورځ ترسره شوؤ نښتو کې لږ ترلږه 14 مشکوک جنگيالي وژل شوي دي.

دامنيتي چارواکو ترمخه د وسله والو جنگالو يوې ډلې داورکزو ايجنسۍ په غلجو سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته بريد وکړو چې په نتيجه کې يې دوه عسکر ژوبل شول.

چارواکې وائي له دې وروستو دامنيتي ځواکونو لخوا دبريدکوونکو په ضد ځوابي کارروايۍ کې 10 تندلاري ووژل شول او 19 نور ژوبل شول.

سرچينې زياتوي امنيتي ځواکونو ددريوؤ تندلارو مړي پخپله قبضه کې اخستي او دتندلارو څخه يې په گڼ مقدار کې وسله هم لاسته راوړې.

همدغه راز دخيبرايجنسۍ لرې پرتې سيمې تيراه کې ددوؤ غيرقانوني وسله والو ډلو ترمينځ هم نښته شوې چې پکې داطلاعاتو ترمخه څلور تندلاري وژل شوي ، دغه نښته کې يو حکومت پلوه طالب مخالف جنگيالى هم وژل شوى.