د پاکستان د پوځ ځواب: که اړتياوې پوره نه شوې نو ‌‌‌‌‌‌ډېموکراسۍ ته خطر شته

Ahsan Iqbal

د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور نن د پاکستان د مرکزي کابینې وزیر احسن اقبال ته په ځواب کې ویلي (جمهوري) حکومت دې د پوځ نه، نه ویریږي. خو وايي: ٫٫ د پاکستان د پوځ نه جمهوریت ته هیڅ خطر نشته، خو که جمهوري ضرورتونه پوره نه شي نو بیا جمهوریت ته خطر جوړیدی شي.٬٬

د پوځ ویاند دغه خبره د پاکستان د کورنيو چارو وزیر احسن اقبال ته په ځواب کې کړې ده.

ښاغلي احسن اقبال تیره ورځ ویلي وو ٫٫ د پوځ د عامو اړیکو څانګه (اېي ایس پي ار) باید د ملک په اقتصاد د بیان ورکولو نه ډده وکړي.٬٬

یو مطبوعاتي کانفرنس ته نن میجر جنرال اصف غور ویلي هیواد کې د ثبات ضرورت دی، او د دغې لپاره د حکومت او جمهوري نظام وړاندې تګ مهم دی.

جنرال اصف غفور وړاندې ویلي ٫٫ دغه خبره کول ځکه ضروري ګڼي، چې په هیواد کې د (مارشل لا) یا پوځي حکومت راتلو په اړه ګنګوسې روانې دي.٬٬

د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ تر مینځه د تیرو څو ورځو راهسې داسې قسمه تند بیانونه روان دي. په سوشل مې‌‌‌‌‌‌ډيا هم د پوځ پلوه او حکومت پلوه سياسي فعالينو تر منځ دا جګړه روانه ده.

د پاکستان د کورنو چارو وزیر احسن اقبال د جمعې په ماښام په یو بیان کې ویلي وو چې د پاکستان اقتصاد پياوړی دی او غېرذمه واره بيانونه په نړۍ کې د پاکستان پر اقتصاد اثر غورځولی شي.

نوموړي دغه خبره ځکه کړې وه چې اوړمه ورځ د پوځ مشر جنرال قمر باجوه او بيا د پوځ وياند د هېواد په اقتصادي وضعه اندېښنې څرګند کړې وې.

احسن اقبال ویلي وو چې د ۲۰۱۳م کال په پرتله دا وخت د پاکستان اقتصاد ډېر ښه دی او د ټېکسونو په ترلاسه کولو کې دوه چنده زياتوالی شوی. احسن اقبال پوځي خرڅونو ته په اشاره کې ویلي وو چې د امنيتي عملياتو لپاره هم وسايل ورکول کېږي.

جنرال قمر جاوید باجوا د چارشنبې په ورځ په کراچۍ کې د سوداګرو يوې غون‌‌‌‌‌‌ډې ته ویلي وو چې د ملک اقتصادي وده د ملک په امنیتي اندېښنو پورې تړلې ده.

نوموړي ویلي وو چې پاکستان باید د ټیکسونو راټولونه پراخه کړي او د ملک مالي نظام منظم کړي.

په پاکستان کې اقتصاد پوهان هم وايي چې د ماليو جال خورول پکار دي خو هغوي په دفاعي بجټ کې هم د کمي پلويان دي. په پاکستان کې هر کال د قرضونو بېرته ورکولو وروسته تر ټولې زياتې پيسې پوځ او دفاعي لګښتونو ته ورکول کېږي.