پاکستان چین سره د مجوزه ایټمې معاهدې دفاع کړې

پاکستان چین سره د مجوزه ایټمې معاهدې دفاع کړې

د پاکستان صدر آصف علې زردارې به د نهې په ورځ د چین پنځه ورځنی سفر شورو کوي. او د پاکستان سفیر چین سره د مجوزه ایټمې معاهدې دفاع کړې

د پاکستان صدر آصف علې زردارې به د نهې په ورځ د چین سفر کوي خو د هغه د سفر وړاندې پاکستانې چارواکو چین سره د مجوزه ایټمې معاهدې دفاع کړې.
چین کې د پاکستان سفیر مسعود خان د گل په ورځ خبر نگارانو ته ویلې چې د پاکستان پنجاب صوبه کې دوه نوي اټمې بجلې گرونه، چې د چین په مرسته به جوړول کیږي، دا به د ملگرو ملتونو ایټمی ادارې انټرنیشنل ایټماک اینرجي ایجنسۍ د څارنې د لاندې وې.
امریکې د پاکستان او چین ترمنځ د مجوزه معاهدې په حقله پوښتنې راپورته کړې دي ځکه چې چین د نیوکلئیر سپلائیرز گروپ غړی هیواد دی. د گروپ غړو هیوادونو لوظ کړی چې د پاکستان او د هند په رنگ په هاغه هیوادونو به ایټمې ټیکنالوجي نه خرڅوي چا چې د ایټمې ټیکنالوجۍ د خپریدو په ضد معاهده نیوکلئیر نان پرولیفریشن ټریټي یا این پې ټې نه وي لاس لیک کړې.
د صدر آصف علي زرداري پنځه ورځنی سفر د وولس مشر په حیث چین ته د هغه پنځم سفر دی. هغه به د چین ښار شنگهائې ته هم ځې. مسعود خان د آصف علې زردارې د سفر په حقله وویل د هغه د سفر په مهال به د دواړو هیوادونو تعلقات نور هم لوړ کړی شي.