د پاکستان او هند تر مینځه د ویزو د آسانتیاوو لوظنامه لاس لیک شوي

Members of Casapound far-right organization wear masks in the colors of the Italian flag before a demonstration organized by "People from pitchfork movement" to protest against economic insecurity and the government in downtown Rome.

د پاکستان او هند تر مینځه د ویزې نوی پالیسي لاسلیک شوې ده او دغه لوظنامه د دواړه هیوادونو د اړیکو خه کولو پرمخ تګ لپاره یو خه ګام ګنړلې کیږی.
دا نوې لوظنامه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک او د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس ایم کرشنا د ملاقات وروستو لاس لیک شوه.
ددی تر مخه به د سیلګرۍ او تجارت په شمول په نورو اتوو برخو کښې د ویزی پالیسی نرمه شوې ده. په نورو برخو کښې د سفارتی، غیر سفارتی، د شپږ دیرشو ساعتو لپاره ټرانزټ ویزه او د سیلګرۍ ویزی هم شاملې دي.
سره ددی سرکاری ویزی د دیرشو ورځو نه پینځلس ورځو ته کمې شوي دی. د پاک او هند تاجرانو ته به د یو کال لپاره د لسو ښارونو ویزی هم روکول کیږی.
د دواړه هوادونو تر مینځه د ویزو نه علاوه د تګ راتګ نوی لارو په اړه هم فیصله شوي ده.
په اسلام آباد کښې د پاکستان د خارجه چارو وزیری حنا ربانی کهر او د هغی هندی هم منصبه ایس ایم کرشنا یو شریک خبری کانفرنس په وینا کښې وییلی د دواړه هیوادنو تر مینځه چې پخوا څه شوي هغه د تیر وخت قیصی دی او اوس وخت راغلی چې دواړه هیوادونه وړاندی لاړ شی. حنا ربانی کهر اوییل د کال ۲۰۱۱ نه راپه دیخوا د دواړه هیوادونو تر مینځه اړیکو کښې خه والې راغلې.
د هند خارجه وزیر په خبری کانفرنس کښې اوییل که څه هم د دواړه هیوادنو تر مینځه لانجمنی ستونزی شته خو تر اوسه شوو خبرو اترو کښې پرمختګ شوې