لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد:پاکستان اوهند دويزا جاري کولو کې په نرمۍ متفق


پاکستان او هند دسفري سهولت لپاره ديو بل وگړو ته دويزا جاري کولو کې په اسانو ورکولو متفق شوي دي او ډير زر به په دغه اړه په يو تړون لاسليک وکړل شي.
وفاقي داخله وزير رحمان ملک دجمعې په ورځ اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال اعلان وکړو چې دواړه هيوادونه اوس دويزو جاري کولو کې دنرمۍ دطريقه کار په ټاکلو کې بوخت دي چې دغه شان دتړون ترسره کيدو سمدستي وروستو په دې عمل وکړى شي.
مونږ په اصولي توگه اتفاق کړى دى چې زر دويزو جاري کولو دنرمۍ په تړون په لږ وخت کې لاسليک وکړو.
دپاکستان او هند دداخله سکترانو دوه ورځني مذاکرات په اسلام اباد کې روان دي او دجمعې په ورځ دخبرو پايې ته درسيدو وروستو هيله کيږي چې په دغو مذاکراتو کې دترسره شوؤ معاملو څخه ميډيا خبر کړى شي.
هندي هيئت دداخله سکتر ار کى سنگهـ په مشرۍ کې دداخله وزير رحمان ملک سره ليدنه کړې ده.
دپاک وهنددداخله سکترانو ترمينځ روانو خبرو کې دنشه اي توکو دمخنيوي او ترهه گرۍ په ضد جگړه کې مرستو ته دودې ورکولو پشمول دممبۍ بريدونو کې دککړو کسانو په ضد په عدالتي کارروايۍ دپرمختگ په موضوعاتو خبرې کيږي.
هندي هيئت وائي په ممبۍ بريدونو کې په شکمنه توگه دککړ پاکستاني وگړي حافظ سعيد په اړه ثبوتونه پاکستان ته سپارل شوي دي.
رحمان ملک پخلى وکړو او وې وئيل چې دورکړل شوؤ موادو دجاج اخستو وروستو به په دې اړه ردعمل څرگندولى شي.
هغه وائي دثبوت پرته کارروائي نۀ شي کيدى.
رحمان ملک وويل چې بايد دواړه هيوادونه په يو بل دتورونو لگولو پځايې ديو بل په خبره دځان پوهولو هڅه وکړي

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG