افغانستان نه ویشتلی شوي راکټو ۴ پاکستاني عسکر وژلې، فوج وايي

د پاکستاني فوج یو سرحدي پوسټ په راکټو ویشتلی شوی دی چې له امله يي څلور عسکر وژل شوی او څلور نور زخمیان شوې دي د فوج د عامو تعلقاتو څانگه اي ایس پې ار وايي راکټونه افغانستان د خاورې نه راویشتلې شوي وو.

اي ایس پې ار ویلي پاکستاني پوسټ په خیبر ایجنسۍ کې وو د اخوندواله په نوم یادیږي او ده ٨٠٠٠ فټه په اوچتوالي پروت دی.

فوج ویلي راکټې "ترهگرو" د افغانستان د خاورې نه چلولې دي خو نور تفصیل يي نه دی ورکړی.

افغانستان لخوا په هم سمدستي توگه د پاکستاني فوج په دعوه څه جواب نه دی راغلی.

طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مرگ د تصدیق ورسته راهسې د پولې پورې راپورې غاړه د ترهگرۍ د پیښو په مسله د افغانستان او پاکستان ترمېنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. افغان چارواکو ویلي هیواد کې يي د ترهگرۍ ورستۍ خونړۍ حملې د پاکستان په خاوره موجودو وسله والو کړې دي. پاکستان افغان دعوې ردوي.

ددې نه علاوه په شریکه پوله هم دواړه هیوادونه وخت په وخت په یو بل د ډزو الزامات لگوي.