وزیراعظم نواز شریف: پاکستان به طالبانو سره مزاکراتو کې مرسته جاري ساتي

بل خوا، نوي منتخب شوي صدر ممنو حسین ویلي پاکستان کې د امن لپاره طالبانو سره د مذاکراتو په لړ کې ویلي هاغه عناصرو سره باید د خبرو اترو لار بنده نه کړی شي چې مذاکراتو ته تیار دي خو هاغه عناصر چې مذاکرات نه کوي، د هغوي خلاف دې د طاقت لار موجود وي

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي افغانستان کې د امن د پاره طالبانو سره د قطر د مزاکراتو په عمل کې به پاکستان خپله مرسته جاري ساتي.
د سعودي عرب ساحلي ښار جده کې د پاکستاني خبریالانو سره خبرو کې نواز شریف وویل پاکستان د ټولو گاونډي هیوادونو سره ښه تعلقات غواړي. هغه زیاته کړه پاکستان او هندوستان د خپل اولس د خیر ښیگړي په خاطر خپل منځو کې موجودې مسلې او کشالې حل کولو لپاره باید سنجیده کوششونه وکړي.
نواز شریف وویل پاکستان او هندوستان باید وسلې د زغل نه ډډه وکړي او د خپل خپل وسله تون کمولو په لړ کې دې د امریکې او د روس نه سبق واخلي.
دافغانستان په حقله خپله وینا کې، وزیراعظم نواز شریف وویل جنگ ځپلې هیواد کې د امن لپاره به پاکستان طالبانو سره د مزاکراتو د قطر د عمل مرسته جاري ساتي.
بل خوا، نوي منتخب شوي صدر ممنو حسین ویلي پاکستان کې د امن لپاره طالبانو سره د مذاکراتو په لړ کې ویلي هاغه عناصرو سره باید د خبرو اترو لار بنده نه کړی شي چې مذاکراتو ته تیار دي خو هاغه عناصر چې مذاکرات نه کوي، د هغوي خلاف دې د طاقت لار موجود وي
د صدر د خبرو نور تفصیل اسلام اباد نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو اورنگزیب خان رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

President Taliban Peace Talks