په پاکستان د غیرقانوني افغانانو نوم لیکنه یا رجسټریشن

پاکستان وايي هیواد کې دا وخت د غیر رجسټر افغانانو شمیره لس لکه ده

پاکستان به په هیواد کې میشته د غیرقانوني افغانانو د نوم لیکنې یا رجسټریشن عمل په ائنده میاشت، اکتوبر، کې شورو کوي خو مقصد به يي افغانانو ته د مهاجر یا د کډوال درجه ورکول نه وي.

د سرحداتاتو او ریاستي چارو د وزارت سیکریټري پیر بخش جمالي وي او ای ډیوه ته ویلي د رجسټریشن مقصد افغانانو دپاره هیواد ته د تگ په لړ کې سفري دستاویزات برابرول دي. هغه وویل دغه عمل به د افغان حکومت او مهاجرینو دپاره د ملگرو ملتونو ادارې یو این ایچ سې ار په مرسته ترسره کولی شي.

په دې اړه نور تفصیل اسلام اباد نه د وي او ای ډیوه خبریال پیرولایت شاه په رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانانو نوم لیکنه