د القاعده پنځه مشکوک وسله د پاکستان په گوجرانواله ښار کې نیول شوي دي

  • ایاز گل

د القاعده د برصغیر څانگې مشر عاصم عمر په هندوستان کې زېږدلې وو او د سږ کال د سپټمبر په میاشت کې په افغانستان کې د امریکايي او افغان ځواکونو په مشترکه عملیاتو کې ووژل شو

د پنجاب صوبې په گوجرانواله ښار کې پولیس ویلي د القاعده پنځه مشکوک وسله وال یې نیولې او د دوی پټن ځای څخه یې کمپیوټرې، وسله، ځانمرگي واسکټې او یو شمیر نور شیان ترلاسه کړې دي.

د پنجاب صوبې د ترهگرۍ ضد محکمې د جمعې په ورځ په خپل بیان کې وویل مشکوک وسله وال د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په چاپه کې ونیول شو او د دوی تعلق د القاعده د برصغیر پاک او هند څانگې سره دی.

بیان نیول شوي مشکوک وسله وال د القاعدې د برصغیر څانگې اهم غړي وبلل او ویې وېل یو وسله وال د ډلې د "عملیاتو کمانډر" نژدې ملگری دی چې دا وخت په افغانستان کې مېشته دی. بیان وايي د کمانډر نیول شوی مرستیال د پولې دواړو خواو ته د ترهگرۍ د هلو ځلو رابطه کار دی.

د چارواکو په وېنا په گوجرانواله کې د چاپې په مهال لېپ ټاپ کمپېوټرې، چاپه خانه، موبایل ټېلې فونونه، ځانمرگي واسکټې، چاودېدونکي مواد، پنځه کلاشنکوفې، گولۍ، نغدې پېسې، او په پنجاب کې د "حساسو" ځایونو نقتشې ترلاسه شوي دي.

د چارواکو په وینا د برصغیر پاک او هند د القاعده څانگې دغه ډله په نژدې ورځو کې د کراچۍ څخه گوجرانواله ته منتقل شوې وه.

پاکستاني امنیتي ځواکونو په ورستي کلونو کې د افغانستان سره په پوله په قبایلي سیمو کې د وسله والو خلاف عملیات ترسره کړې دي او وايي وسله وال یې د دغو سیمو څخه ویستلې دي.

امریکې په کال ٢٠١٦ کې د القاعده د برصغیر پاک او هند څانگه ترهگر تنظیم وټاکلو. وېل کېږي چې د القاعده دغه څانگه په افغانستان، پاکستان، هندوستان، میانمار او بنگله دیش کې فعالیت لري او په دغو سیمو کې یې د حملو ذمه وارۍ هم منلې دي.

د القاعده د برصغیر څانگې مشر عاصم عمر په هندوستان کې زېږدلې وو او د سږ کال د سپټمبر په میاشت کې په افغانستان کې د امریکايي او افغان ځواکونو په مشترکه عملیاتو کې ووژل شو.

د دې نه وړاندې هم په پنجاب کې د القاعدې د اهمو غړو د نیول کېدو رپورټونه مخې ته راغلې دي.

په کال ٢٠٠۴ د القاعده د کمپیوټرو ماهر محمد نعیم نور خان په لاهور کې ونیول شوی. د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، د محمد نعیم نور خان په کمپیوټر کې د امریکې او د برطانيي د اهم ځایونو نقشي وې چې القاعده پرې د حملو منصوبه لرله.

د القاعده باني او مشر اوسامه بن لادن په کال ٢٠١١ کې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د امریکې خصوصي ځواکونو په خفیه عملیات کې ووژلو.