‌‌‌‌‌‌په لوې اختر کې د بې احتیاطۍ له امله د کانگو مرض خطر زیات شي

‌‌‌‌‌‌ډاکټر شمس وایي دا ناروغي په څاروو کې د موجود یو منګوړ یا چیچړ څخه انسانانو ته کیږي

ډاکټران وایي خلک باید د لوی اختر په موقع د څاروو په حلالولو او غوښه خوړلو کې ‌‌‌‌‌‌ډېر احتیاط وکړي چې د کانګو په ناروغۍ اخته نه شي.

د کوټې په فاطمه جناح روغتون کې د کانګو ناروغانو د څانګې مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر شمس الدین دوتاڼي ‌‌‌‌‌‌وي او اې ډیوه ته ویلي، د کانګو د علاج لپاره تر اوسه څه واکسین نه دی جوړ شوی البته په وخت باندې د وینې د سپینو خلیو په مرسته یې علاج کیږي.

احتیاط :

‌‌‌‌‌‌ډاکټر شمس وایي دا ناروغي په څاروو کې د موجود یو منګوړ یا چیچړ څخه انسانانو ته کیږي.

هغه وایي هغه څوک چې څاروی حلالوي باید پلاسټيکي دستکلې په لاس او اوږده بوټان یا ګوټونه په پښو کړي.

د حیوان وینه دې خپل بدن ته نه پرېږدي او که چېرې لاس یا د بدن کوم بل ځای یې زخمي وي نو څاروی دې نه حلالوي.

د څاروي وینه باید پوره د هغه له بدن څخه تویه شې او مځکه دې سملاسي و مینځل شي.

ماشومان دې له څاروي لرې و ساتي او له حلالولو وروسته دې څرمن په په خوندي ځای او کڅوړه کې پر ځای کړي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر شمس دوتاڼی وایي، خلک دې غوښه ښه پخوي، له دې څخه به د کانګو وایرس اثر که چېري وي نو ختم به شي.

‌‌‌‌‌‌د کانګو وایرس د مریض علامات:

‌‌‌‌‌‌ډاکټر شمس وایي د مرض تشخیص فرق کوي خو که چېري زیاته تبه، سر درد او بدن درد شورو شي او وروسته تر پوزې، اووریو او نوکانو وینه بهېدل شورو شي نو سمدستي دې ښه ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ته ځان و رسوي او معاینات دې وکړي.

په پاکستان کې د روغتیا ملي اداره وایي کانګو یوه مرګنۍ ناروغي ده خو که په وخت یې علاج وشي نو انسان بچ کېدای شي.