په بلوچستان کې د بشري حقونو فعالین د چینایانو پروژو ته نشي تللی

د بلوچستان گوادر بندر

د پاکستان په نا ارامه بلوچستان صوبه کې د بشري حقونو سازمان وايي هلته د چین په مالي او تخنیکي مرسته چلېدونکو پروژو کې د کار د شرایطو او د خواري کښو د وضعې د څارني لپاره د دوی وسازمان ته د تګ اجازه نشته.

چینایان په بلوچستان کې د سیندک د سرو زرو او میسو په لویه پروژه، د لسبیلې په دودر سیمه کې د زنک او لیډ په پروژه او همدا ‌‌‌‌‌‌ډول د ګوادر د ژورو اوبو په بندر کار کوي.

د زیار کښانو سازمانونه وایي په سیندک کې نږدې ۲۲۰۰ او دودر کې شاوخوا ۷۰۰ خواري کښ کار کوي.

د بشري حقونو د سازمان یوه چارواکې شمس مندوخیل ‌‌‌‌‌‌ډیوه ته ویلي چې دوی په وار وار حکومت او د یادو پروژو و چارواکو ته یادونه کړې چې غواړي هلته د کار شرایط او چاپیریال و ګوري او رپورټ ورباندې جوړ کړي خو دوی ته د امنیت په پلمه و دغه ځایونو ته تګ اجازه نه ورکول کیږې.

په بلوچستان کې د خواري کښو د نړیوال سازمان یا ای ایل او استازي سلطان لالا وویل پاکستان هغه نړیوال قراردادونه لاسلیک کړي دي چې له لوري یي مزدورانو ته د سازمانونو د جوړونې اجازه او د کار غوره چاپیریال برابرول دي خو له بده مرغه په پاکستان کې چینایان له هر قانون څخه لوړ دي.

ښاغلي سلطان وویل د سیندک په پروژه کې چینایان له ځایي زیارکښانو څخه تر دولس ساعته هم زیات کار اخلي خو معاش د اتو ساعتو ورکوي، همدا ‌‌‌‌‌‌ډول د مزدورانو د کار، روغتیا، تربیې، ژغورني او د څښلود صفا اوبو لپاره چاپیریال هم برابر نه دی.

په دې هکله ‌‌‌‌‌‌ډیوه په بلوچستان کې له چینایي مامورینو سره د تماس هڅه وکړه خو هغوی په دغه موضوع له خبرو څخه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړه البته په هغه صوبه کې د زیارکښانو د څانګې یو حکومتي چارواکې عارف عباس وویل چې چینایي شرکتونو ته په بلوچستان کې مرکزي حکومت د کار یوه ځانګړې اجازه ورکړې ده.

د ښاغلې عباس په وینا دغه اجازه یوازې د بهرنیو هیوادونو و شرکتونو ته مرکزي حکومت ورکوي چې هدف یې بهرنیان و پانګونې ته هڅول دي خو زیاتوي چې پاکستانې شرکتونه د هیواد او نړیوال قانون پابنده دي.

خو د بشري حقونو او د خواري کښو د سازمان چارواکې په دې توپیرې چلند اندېښمن دې او وایي د چین پاکستان اقتصادي لوی لاري یا سي پیک په پروژو کې هم ښاي چې پاکستان چینایي کمپنیو ته ورته اسانتیاوې ورکړې او د خواري کښو ژوند له لا نورو کړاونو سره مخ کړې.

پاکستان کې حکومت لږ تر لږه میاشتینی معاش ۱۵۰۰۰ روپۍ مقرر کړی دی خو د مزدورانو د سازمانو مشران وایي ګرانۍ د زیاتوالې له امله لږ تر لږه معاش باید درې چنده زیات کړل شي.

بلوچستان نه یوازې د رقبې له لحاظه د پاکستان تر ټولو لویه صوبه د بلکې په طبیعي زیرمو هم شتمنه ده. حکومت وایي د اوسپنې، مس، سروزرو، کرومايټو، رنجو او سکرو تر څنګ یو شمېر داسې معدنونه اندازه تر پنځه بیلیون ټنه زیاته ده.