متحده عرب اماراتو کې د پاکستان سوپر لیگ په کرکټ لوبو کې د کوټې گلیډیئټر نومې لوب ډله کې د غوره لوبې له امله بسم الله خان د کرکټ لوبغاړو او مینه والو توجه ځان ته را جلب کړې او یو شمیر کلبونو ورته د خپلې خوا لوبیدو وړاندېزونه هم کړې دي.
بسم الله خان ډیوه ریډیو ته یو ځانگړې مرکه کې ویلي چې ډیر د غرېبی په حال کې يي کرکټ کړی البته د پلار او وروڼو ترڅنگ د مهربانه استازانو او لوبغاړو ملاتړ ورسره و.
هغه وویل د بلوچستان مرکزي ښار کوټه، پشین، قلعه عبدالله او شا و خوا برخو کې ډیر بااستعداده پښتانه لوبغاړي موجود دي چې په نړي واله کچه لوبه کولی شي خو توجه نه ورته کیږي.
هغه وویل که لوبغاړي غواړي چې ځان ته ځائې او پیژندگلوي پیدا کړې نو ډیر زیات زیار دې وکړي او مثبت فکر باید وساتي.
د وي او ای خبریال نصیر احمد کاکړ سره د بسم الله خان مرکه دلته اوریدی شۍ:
Your browser doesn’t support HTML5