وفاقي کابينې د اسلام آباد هایکورټ د شپږو ججانو په خط باندې د پلټنو کميشن جوړ کړی دی او د اؤ ددغه کميشن لپاره یې د ټي او آرز یا تګلارې منظوري هم ورکړي ده۔
د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د خالي - شنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې د اسلام اباد هایکورټ د شپږو ججانو د خط په مندرجاتو په تفصیل سره غور شوی دی.
د حکومتي اعلامیې له مخې وفاقي کابینې د ججانو په خط د پلټنو لپاره د کمیشن د جوړښت منظوري ورکړې ده اؤ ټاکل شوې ده چې د پاکستان پخوانی چیف جسټس تصدق حسېن جیلاني به ددې کمیشن مشر وي.
اعلامیه وایي وفاقي کابینې د پلټنو د کمیشن لپاره ټي او ارز هم منظور کړي چې د هغې له مخې به دغه کمیشن د ججانو په خط کې د لګول شوؤ تورونو بشپړې پلټنې کوي اؤ تعین به کوي چې دا تورونه سم دي که ناسم؟
ټي او ارز کې دا خبره هم شامله ده چې د پلټنو کمیشن به تعین کوي چې ایا د خفیه ادارې کوم غړی نیغ په نیغه مداخلت کې ککړ ؤ ؟ اؤ ددې ترڅنګ به کمیشن ته د پلټنو په مهال د کومې بلې معاملې د ارزونې واک هم ترلاسه وي.
اعلامیه کې ویل شوي چې کمیشن به د پلټنو په کولو سره د حقیقتونو په اساس د کومې ایجنسۍ، محکمې یا حکومتي ادارې په ضد د اقدام وړاندیز کوي.
اعلامیه وایي چې کابینې د شپږو ججانو خط کې د اجرایې یا ایګزیکټيو د لاسوهنې د تور نفي کړې اؤ دا تور یې نامناسب بللی دی.
اعلامیه کې ویل شوي چې کابینې ویلي د پاکستان ایین کې د دریوؤ ریاستي ادارو د اختیاراتو و ویش په اصولو کلک باور لري.
د پاکستان وزیراعظم اوړمه ورځ د پاکستان د چیف جسټس قاضي فایز عیسا سره لیدلي وؤ اؤ د پلټنو د کمیشن په جوړولو یې ورسره خبرې کړې وې.
د پاکستان د سپریم کورټ د ججانو ټولو قاضیانو هم د اسلام باد هایکورټ د ججانو لخوا د لګول شوؤ تورونو په اړوند خپلو کې دوه غونډې د مشر قاضي په مشرۍ کړې دي.
د ججانو لخوا په استخباراتي شبکو لګول شوي تورونه:
روانه اوونۍ د اسلام اباد هايکورټ جسټس محسن اختر کیاني، جسټس بابر ستار، جسټس طارق جهانګيري، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد طاهر او جسټس ثمن رفعت امتياز په عدالتي چارو کې د لاسوهنې په سر چیف جسټس ته خط ليکلی ؤ او د جوډيشل غونډې بللو غوښتنه یې کړې وه.
پاکستان بار کونسل هم د شورو/ چارشنبې په ورځ د اسلام اباد هایکورټ د ججانو د خط د پلټنې دپاره د سپريم کورټ د لږ تر لږه درېو ججانو د بنچ جوړولو غوښتنه کړې وه.
د ججانو په خط کې د استخباراتي ادارو په عدالتي چارو يا ججانو اثر اندازه کېدو دعوه شوې، د پاکستان پوځ او آی اېس آی لخوا دغه دعوې ته رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.
په خط کې زياته کړل شوې، په عدالتي چارو کې د خفيه ادارو لاسوهنه کومه نوې خبره نه ده او پخوا د اسلام اباد هاىکورټ جج شوکت عزیز صديقي هم د استخباراتي ادارې آی اېس آی د لاسوهنې معامله مخې ته راوړې وه.
شوکت صدیقي په کال 2018م کې د خپل منصب څخه ګوښه کړل شوی وو او د سپریم کورټ اوسني چیف جسټس د مارچ په 22مه په خپله پرېکړه کې د شوکت صديقي ګوښه کېدل ناسم وبلل او هغه يې رېټاېرډ جج وباله.
خط لیکونکو ججانو د فشار د هڅو په اړه د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي ته په کال 2023 او 2024 کې ليکل شوي لیکونه هم شامل کړي او په خپلو چارو کې د هغو مسولو او ممکنه لاسوهنو یادونه يې پکې کړې ده چې دغو ججانو ته وخت په وخت مخې ته راغلې دي.
په خط کې زياته کړل شوې، د پخواني وزيراعظم عمران خان خلاف د ټيريان وايټ په قضيه کې د ججانو په رایو کې اختلافات پېل شوي وو، جسټس عامر فاروق د ټيريان قضيه د اورېدنې وړ ګرځولې، او چا چې قضيه د اورېدنې وړ نه وه ګرځولې، په هغو ججانو د آی اېس آی لخوا د خپلوانو او دوستانو د لارې سخت فشار اچول شوی وو.
ججانو ویلي، دغه معامله یې د اسلام اباد د چیف جسټس، او بيا د هغه وخت د سپریم کورټ د چيف جسټس په وړاندې راوړلې وه او بیا ورته چیف جسټس ويلي وو چې د آی اېس آی د مشر سره یې خبره شوې، چې بيا به داسې نه کیږي خو دغه لړۍ نه ده ودرېدلې.