رپورټ: پاکستان به د هند سره خپل فضايي سرحد لا بند ساتي

د پاکستان د فضايي سرحد د بندیدو لامله د متاثر شویو پروازونو نقشه

د پاکستان د هوايي چلند ادارې یو چارواکي ویلي د هندوستان سره د هیواد فضاي سرحد به لا بند وي.

د رویټزر خبري ادارې ترمخه، د پاکستان د سول اېوي اېشن اتهارټي ترجمان وویل د هندوستان سره د پاکستان فضايي سرحد به د جون د میاشتې د ١۴ نېټې پورې تړل شوی دی.

د فېبرورۍ په میاشت کې د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر کې په هندي پوځ د خونړۍ حملې وروسته، د دواړو حریف گاونډي هېوادونو تعلقات د سخت تاوتریخوالي ښکار شول او د یو بل په ضد یې هوايي حملې هم وکړې.

په هندي کشمیر کې حملې د ۴٠ نه زیات هندي عشکر ووژل. د حملې ذمه واري په پاکستان کې میشته وسله والې ډلې جېش محمد واخیسته. د دې وروسته پاکستان د جېش محمد یو شمیر مدرې او جوماتونه وتړل.

د تاوتریخوالي په مهال پاکستان د هند سره خپل فضايي سرحد وتړلو.

د پاکستان د فضايي سرحد د بندیدو لامله د یورپ او د جنوب ختیځې ایشیا ترمنځ پروازونه متاثر شوې دي. دغه پروازونه د هندوستان د فضايي سرحد نه د تېرېدو وروسته په نورو لارو یورپ ته ځي ځکه چې پاکستان خپله فضايي لار تړلې ده.

د پاکستان د سول اېوي ایشن یا د هوايي چلند ادارې ترجمان رویټرز خبري ادارې ته وویل د پاکستان فضايي سرحد به د جون د میاشت د ١۴ نېټې پورې بند وي. رپورټ وايي ترجمان نور تفصیل وړاندې نکړو.

رویټرز وايي پاکستان د هوايي چلند په مهمه لاره پروت دی او د هېواد د فضايي سرحد د بندیدو لامله د سلگونو په شمیره کې د مسافرو او مال وړونکو هوايي جهازونو یا الوتکو پروازونه متاثر کېږي او د مسافرو په کرایو او د هوايي کمپنو په مصرف کې هم اضافه کیږي.