سيالکوټ سېکټر باندې د هند لخوا ډزو کې يو پاکستانی وژل شوی

څو ورځې وړاندې هم د سيالکوټ په سېکټر باندې د دواړو طرفو نه په يو بل ډزې شوي وې

د پاکستاني چارواکو په وينا ، د هند په پوله مامورو ځواکونو د اتوار په ورځ د پاکستان سيالکوټ سيمې په چاروا سېکټر باندې ډزې کړي ، چې له امله يې يو پاکستانی وژل شوی ، او څلور نور ټپيان شوي دي .

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه په پوله باندې د هند لخوا د ټهټهي او هړپال په علاقو باندې ډزې شوي دي ، او پنجاب رېنجر يې ځوابي کارروايي کړې ده .

راپورونه وايي په ډزو کې د ټهټهي کلي ۴۵ کلن اقبال نومې کس وژل شوی ، او پاتې نور ژوبل شوي څلور کسان روغتون ته وړل شوي دي .

د پاکستان د چارواکو په وينا په پوله د هند لخوا ډزې د شپې ناوخته د ډزو سلسله پېل شوه ، او بيا درنه وسله کارول شوې ده .

څو ورځې وړاندې هم د سيالکوټ په سېکټر باندې د دواړو طرفو نه په يو بل ډزې شوي وې . او د هند د چارواکو په وينا په دغو ډزو کې يو هندي عسکر وژل شوی ، او څلور نور ژوبل شوي وو .

او په دغو ډزو کې د پاکستاني چاراکو په وينا ډزو کې يې دوه عسکر ژوبل شوي وو .

له دې وړاندې تېرکال هم د پاکستان او هند ترمينځ پوله باندې د دواړو ملکونو د ځواکونو لخوا په يو بل وخت په وخت د ډزو پېښې رامنځته شوي دي .