پاکستان : دکشمير دستونزې هوارى دملگرو ملتونو دقراردادونو سره سم غواړو

پاکستان : دکشمير دستونزې هوارى دملگرو ملتونو دقراردادونو سره سم غواړو

پاکستان دڅو کلونو وروستو دملگرو ملتونو دجنرل اسمبلۍ په وړاندې يو ځل بيا دکشميريانو دخپلواکۍ دحق څخه ملاتړ کړى او دملگرو ملتونو دقراردادونو سره سم يې دکشمير دستونزې دهواري غوښتنه کړې ده.
دتيرو څو کلونو راهسې پاکستان جنرل اسمبلۍ ته پخپله کليزه وينا کې که هر څو دکشمير دستونزې په منصفانه هواري ټينگار کړى خو په دې لړ کې يې دملگرو ملتونو دقرادادونو ديادونې څخه ډډه کړې ده.
دنهې په ورځ دجنرل اسمبلۍ پينځه شپيتمې غونډې ته پخپله وينا کې دپاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي وويل پاکستان دهند تر انتظام لاندې کشمير کې دانساني حقونو په خلاف ورزو سخته انديښنه لري او په جنوبي ايشياء کې دامن او ثبات دماحول رامينځته کولو لپاره دملگرو ملتونو دقراردادونو سره سم دکشميري اولس دهيلو مطابق دکشمير دستونزې هوارى دى.
شاه محمود قريشي وويل کۀ چرې په مذاکراتو کې دجمووکشمير په گډون ټولې مهمې معاملې شاملې وي نو پاکستان دخپل گاونډي هيواد هند سره دتعلقاتو معمول ته دراوستو لپاره جامع مذاکراتو ته تيار دى
خارجه وزير پخپله وينا کې دسيلاب له امله په اوښتې تباهۍ دپاکستان سره په مدد کولو دملگرو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ مننه وکړه او ددې ارادې څرگندونه يې وکړه چې پاکستان به دوړاندې څخه ښه جوړولى شي او دبيارغونې کار به روڼ انده وي.
هغه وويل دسيلاب دتباهيو باوجود به پاکستان په مضبوطې ارادې سره دترهه گرۍ او تندلاريتوب په ضد جگړه دوامداره ساتي.
هغه وويل دترهه گرۍ تر جرړو پورې به رسيدل وي چې زياتره په غربت زياتي او بې روزگارۍ کې پټې دي.
هغه وويل دنړيوال امن لپاره ضروري ده چې دوړاندې موجودې وسلې لرې او دنوؤ وسلو دخوريدو مخنيوى وشي او دغه ټول عمل دې دبرابرۍ په اساس په منصفانه طريقې سره پوره کړل شي.
هغه يادونه وکړه چې کۀ چرې دسيمې کوم هيواد هم وسلې جمع کوي نو له امله به يې دسيمې په سلامتۍ منفي اغيزې کيږي.
شاه محمود قريشي دفلسطيني اولس څخه دملاتړ کولو په مهال په مئ کې داسرائيل لخوا په يو فلوټيلا يا سمندري جهازونو دکاروان په ضد دطاقت استعمال دنړيوالو قوانينو څخه سرغړونه وگرځوله.
هغه په بشري حقونو دټينگار کولو په مهال ووويل دپاکستان جمهوري حکومت دبشري حقونو او په ځانگړې توگه دښځو، ماشومانو او اقليتونو دحقونو لپاره فعاله دى او څو مياشتې وړاندې پاکستان دتشدد په ضد او دټولنيزو او سياسي حقونو په حق کې دملگرو ملتونو په دوؤ تړونونو لاسليکونه کړي وؤ.
دغه شان اوس پاکستان دملگرو ملتونو دبشري حقونو په اړه د27ؤ تړونونو برخه جوړه شوې ده