پاکستان کې د تعليم دپاره کارکوؤنکي يو دولتي تنظيم په خپل يو رپورټ کې وئيلي ، پاکستان کې سکول ته د تلو قابل ماشومانو کې د دوه نيم کروړه نه په زياته شمېره کې ماشومان د تعليم څخه محرومه پاتې دي .
رپورټ کې وئيل شوي ، چې په دغو ماشومانو کې چې سکولونو ته نه ځي ، ۵۵ فيصده پکې جينکۍ دي . بلوچستان کې ۶۶ فيصده ماشومان او قبائيلي سيمو کې ۶۲ فيصده ماشومان د سکولونو نه بهر دي .
٫٫ الف اعلان٬٬ نومې غېر سرکاري تنظيم په رپورټ کې وايي ، هغه ماشومان چې د تعليم څخه محروم دي ، عمرونه يي د ۵ او ۱۶ کلونو په مينځ کې دي .
رپورټ زياتوي چې د تعليم څخه محرومه پاتې ماشومانو کې نيم د ملک د ابادۍ په لحاظ تر ټولو غټې صوبې پنجاب کې دي .
د غېردولتي تنظيم د رپورټ ترمخه قبائيلي علاقو کې ۷۸ فيصده جينکۍ ، او خېبرپښتونخوا صوبه کې ۵۰ فيصده جينکۍ د سکولونو نه بهر دي .
د تنظيم يو چارواکي سلمان نويد وائس اف امريکا ته وئيلي ، چې په سکولونو کې داخلو ماشومانو کې زيات داسې وي ، چې لسم ټولگي ته د رسېدو نه وړاندې سکول پرېږدي .
د نوموړي په وينا چې کله د جينکو د سکولونو نه چاپېره دېوال نه وي ، د امنيت او سکول کې د نورو اسانتياؤ سره د اوبو انتظام نه وي ، نو مور پلار به يي خپلې ماشومانې څنگه سکولونو ته وليږي .
رپورټ وايي ، زياتره جينکۍ او هلکان خپله د داخلې وروستو سکولونه پرېږدي ، او علت يي په تعليمي ادارو کې د کمو اسانتياؤ او د استاذانو لخواو ماشومانو باندې تشدد دی .
غېردولتي اداره وايي نزدې ۲۹ فيصده جينکۍ له دې وجې سکول پرېږدي ، چې مور پلار يي غواړي چې په کارونو کې ورسره لاس وکړي .
بل لور ته د تعليم او فني تربيت وزير مملکت بليغ الرحمان وايي ، ماشومانو ته تعليم ورکول د حکومت زمه واري ده ، او د خواندگۍ په شرح کې د زياتوالي دپاره ځانگړي گامونه پورته کول کيږي .