سپریم کورټ: پرویز مشرف گډا ته جوړ خو عدالت ته ناجوړه دی

د سترې محکمې قاضي ثاقب نثار (ښي اړخ)، پخوانی صدر پرویز مشرف (کیڼ اړخ)

د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي ویلي چې پخوانی پوځي آمر پرویز مشرف بهرني هیوادونو کې په مجلسونو کې ګډاګانې کوي، خو چې کله پاکستاني عدالتونو کې ورته د حاضریدو حکم وشي، نو بیا وایي چې ناجوړه دی او په رنځونو اووښتی دی.

بل پلو، قانون پوهان وايي چې مشرف د پاکستان د پوځ نازولی دی او هغه هیڅوک پاکستان ته واپس نه شي راوستلی.

ستره محکمه کې د اېن آر آو، یا ملي مصلحتي قانون له کبله، قامي خزانې ته د رسيدلي زیان په اړه د کیس اورېدنه شوې ده.

که څه هم سترې محکمې په کال ٢٠٠٩ کې دا قانون رد کړی وو، خو اعلی عدالت ته د یو ځایي وکیل لخوا وړاندې کړای شوي خواست کې، دا دریځ خپل کړی شوی چه تر څو دا قانون فعاله وو نو یو شمیر کسانو ترې ګټه اخیستې چه له کبله یې قامي خزاني ته په اربونو روپیو زیان رسیدلی، نو ځکه عدالت دې د دې قانون د جاري کوونکي، پرویز مشرف، او دې نه ګټه پورته کوونکي د پیپلز ګوند مشر آصف زرداري پر ضد کاروایي وکړي.

د نننۍ کاروایې پر مهال، د پرویز مشرف وکیل عدالت ته وویل چه مشرف د پاکستان د عدالتونو درناوی کوي او د دې په ځواب کې د سترې محکمې مشر قاضې ثاقب نثار وویل چه دوی ښه پوهیږي چې مشرف د عدالتونو څومره احترام کوي.

د ثاقب نثار وینا وه چې مشرف د ملا د درد د علاج په خواست د پاکستان نه بهر تلی وو، او بیا په بهرني هیوادونو کې په مجلسونو کې ګډا کوي، خو چې کله عدالت ته د حاضرېدو ورته ووېلی شي، نو بیا وایي چې په رنځونو اخته یم او پاکستان ته درتلی نه شم.

اعلې عدالت د پرویز مشرف د واپسۍ په هکله د ځواب لپاره د هغه د وکیل لخوا د یوې اونۍ مهلت خواست منظور کړی او ورسره مشر قاضې دا وړاندیز هم کړی چه عدلیه به مشرف ته په پاکستان کې د ژوند تحفظ ورکوي او چې چرته دی غواړي، هلته به علاج باوري جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د اعلی عدلیه لخوا پرله پسې بېلابېل سیاستمداران په ضد د پرېکړو لړۍ دوام لري او د یو پوځي آمر په ضد د اوږدې مودې راهیسي قضېې نه فېصله کېدلو په سر، سېاسي ګوندونه او د مدني ټولنې فعالین نیوکې کوې.

ډېوه رېډېو سره خبرو کې وتلي قانونپوه او د سپریم کورټ بار پخواني مشر قاضي انور وايي چې مشرف د پاکستان د پوځ نازولی دی او د سترې محکمې مشر قاضي هم هغه ته په واپسۍ رعایتونه ورکوي، خو د قاضي انور په خبره، پاکستان کې له داسې اداره یا قوت نشته چې پاکستاني عدالتونو ته د مشرف حاضریدل، یقیني کړي.

په تېره ېوه لسیزه کې د پاکستان سترې محکمې د اولس دوو منتخب وزېر اعظمانو په شمول ېو شمېر پارلېمانې غړي په بېلابېلو تورونو د خپل منصب لپاره نا اهله ګرځولي دي. تېره ورځ د لاهور ستر عدالت د وړاندې نه د احتساب عدالت د سزا سره مخ پخوانی وزیر اعظم نواز شریف ته د غدارۍ کېس کې د یاد عدالت په وړاندې د حاضرېدو امر وکړ.