پرویز مشرف ازادولو دپاره په حکومت د پوځ فشار؟

راجه ظفرالحق وايي حکومت پرویز مشرف د ازادولو اراده نه لري او هغه به د قانون سره مخامخ کولی شي

د واک من پاکستان مسلم لیگ نون یو اهم مشر ویلي د هیواد موجوده کړکیچنه سیاسي فضا د پوځ لخوا په حکومت د پخواني صدر او پوځي مشر پرویز مشرف د ا‏زادولو فشار برخه ده.

د مسلم لیگ چیرمین راجه ظفرالحق وویل سیاسي حالات په حکومت فشار اچولو دپاره خراب کړی شوي دي چې حکومت پرویز مشرف ته ملک نه د بهر تلو اجازت ورکړي.

راجه ظفرالحق وايي حکومت پرویز مشرف د ازادولو اراده نه لري او هغه به د قانون سره مخامخ کولی شي.

د راجه ظفرالحق د وینا او پاکستان کې د موجوده سیاسي وضعې په هکله نور تفصیل اسلام اباد نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال اورنگزیب خان رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

په حکومت د پوځ فشار؟