د پاکستان د تاریخ دویم منتخب حکومت پنځه کلن آئینې معیاد پوره کړو

په کال ١٩۴٧ کې د برصغیر په هندوستان او پاکستان کې د تقیسم ورسته پاکستان د خپل سیاسي ژوند زیاتره برخه د پوځي جرنیلاو د واکدارۍ د لاندې تیره کړې ده

د پاکستان د تاریخ دویم منتخت حکومت خپل پنځه کلن ائیني معیاد پوره کړو. موقتي حکومت به اوس د موقتي وزیراعظم په مشرۍ کې د پارلیمنټ دپاره د انتخاباتو انتظام کوي او نوی پارلیمنټ به د اینده حکومت بل پرځای کوي.

قامي اسمبلي د زیارت، پنجشنبې، په نیمه شپه تحلیل شوه.

د قامي اسمبلۍ په ویب پاڼه ویل شوې دي چې صدر د اسمبلۍ اجلاس د نامعلومه مودې پورې وځنډولو.

د اسمبلۍ بل اجلاس به د جولايي د میاشت په ٢٥ مه د انتخاباتو ورسته کولی شي.

ورستي حکومت د کال ٢٠١٣ م د انتخاباتو ورسته قایم شوی و چې مشري يې د پاکستان مسلم لیگ (ن) وزیراعظم نوازشریف کوله.

ددې نه وړاندې د پاکستان پیپلزپارټۍ حکومت خپل پنځه کاله دور سر ته رسولی و.

د موقتي وزیراعظم دپاره د سوات ناصرالملک نومول شوی دی چې د سپریم کورټ پخوانی مشر هم وو.

په کال ١٩۴٧ کې د برصغیر په هندوستان او پاکستان کې د تقیسم ورسته پاکستان د خپل سیاسي ژوند زیاتره برخه د پوځي جرنیلاو د واکدارۍ د لاندې تیره کړې ده.