مسلم لیګ ګوند شهباز شریف د نواز شریف د ځاېي ناستي په توګه اعلان کړ

دپاکستان سپریم کورټ تیره ورځ وزیراعظم نوازشریف په پاناما قضیه کې نااهله ګرځولی

د پاکستان مسلم لیګ نواز ډله په دې راضي شوې چې د نواز شریف ورور او د پنجاب ایالت اعلا وزیر شهباز شریف به د پاکستان د نوي وزیراعظم په توګه ونوموي.

نن په اسلام اباد کې د پاکستان لرې کړی شوي وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ کې د مسلم لیګ ډلې پارلیماني غونډه کې فیصله شوې چې د نواز شریف ورور شهباز شریف به د خپل ورور پرځاې د هیواد نوی وزیراعظم وي خو تر هغې وړاندې به د لنډې مودې لپاره به شاهد خاقان عباسي د هیواد لنډ مهاله وزیراعظم په توګه د د وزیراعظم څوکۍ سمبالوي.

د وزیراعظم د څوکۍ لپاره به شهباز شریف اول د ضمني انتخاب له لارې د قامي اسمبلۍ غړی جوړیږي او بیا به په پارلمان کې هغه ته له اکثریتي رایو ورکولو وروسته نوموړی د ملک د وزیر اعظمۍ په څوکۍ باندې کښېني.

د شهباز شریف د قامي اسمبلۍ د غړي جوړیدو پروسې وړاندې به په پارلمان کې اکثریت لرونکی ګوند مسلم لیګ نواز ډله د ۴۵ ورځو لپاره شاهد خاقان عباسي لنډمهاله وزیراعظم ټاکي او مطبوعاتي رپورټونه وايي امکان دې چې په دغه لړ کې د پاکستان صدر راراونه اونۍ د قامی اسمبلۍ غونډه را اوبلي.

بل خوا د پاکستان په پارلیمان کې د مخالفه ډلو مشر سید خورشید شاه د مخالفه ګوندونو لخوا خپل شریک کاندید درولو لپاره هم د نورو سیاسي ګوندونو سره صلا مشوری پیل کړي دي.

د قامی وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاو وی او ای ډیوه ته ویلي مخالفه ګوندونه مسلم لیګ (ن) ډلې ته خالي میدان نه پریښودل غواړي او دوي به د نوي وزیراعظم لپاره خپل کاندید هم ودروي.

دپاکستان سپریم کورټ تیره ورځ (جولاېي ۲۸) وزیراعظم نوازشریف په پاناما قضیه کې د ټول عمر دپاره نااهله ګرځولی او د خپلې دندې نه يې ګوښه کړی. سپریم کورټ وزیراعظم ته امر کړی وو چې په سمدستې توګه خپله څوکۍ پریږدي.

سترې محکمې د وزیراعظم ، د هغه د بچو حسن، حسین، مریم ، د زوم کیپټن صفدر اؤ دخزانې د مرکزي وزیر اسحاق ډار په ضد د احتساب قامي ادارې (نیب) کې د دوسیې دائرولو امر هم کړی دی.