امریکې سره د کړکیچنو تعلقاتو په مهال د پاکستان خارجه وزیر د روس سفر کوي

د روس خارجه وزیر سرگی لاو رو

د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف د گل، دوشنبې، په ورځ د روس په دوره روان شوی دی، دا په داسې مهال چې امریکې په پاکستان فشار زیات کړی چې په خپله خاوره دې د طالبانو او د حقاني ډلې خلاف اقدامات وکړی او په روس الزامات لگول کیږي چې په افغانستان کې طالبانو ته وسله او نور کومک ورکوي.

د پاکستان د خارجه وزرات په یو بیان کې وویل د روس د څلورو ورځو د دورې په مهال به خواجه اصف په ماسکو کې د خپل روسي هم منصب سرگی لاورو سره په سیاسي، تجارتي، تعلیمي او دفاعي برخو کې تعلقات د نور پراخولو په موضوع خبرې کوي.

د خارجه وزارت بیان وايي "روس زمونږ په خارجه تگلاره کې خصوصي مقام لري. د دواړو هیوادونو ترمنځ تعلقات په ټولو مدونو کې په دمه دمه زیاتیږي." بیان زیاتوي په ورستي کلونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په لوړه کچه تبادلې ښايي دواړه ملکونه خواهش لري چې "سیاسي خیرسگالي" په گڼ اړخیزه همکارۍ کې بدله کړي.

خواجه اصف د روس سفر په داسې حال کې کوي چې د پاکستان او د امریکې تعلقات د تاؤتریخوالي ښکار دي. واشنگټن په اسلام اباد فشار زیات کړی چې هېواد دې په خاوره د موجودو وسله والو ډلو خلاف دې اقدامات وکړي.

امریکايي او افغان چارواکي د ډیر وخت راهسې وايي چې د طالبانو مشران او د حقاني ډلې وسله وال په پاکستان کې پناه ځایونه لري او د هلته نه په افغانستان کې حملو ترتیبوي. په ورستۍ موده کې په کابل کې یو شمیر خونړۍ حملې شوي چې ذمه واري یې طالبانو منلي ده.

د نوي کال په وړمبي ټویټ کې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ وویل پاکستان ته یې په تیرو ١٦ کلونو کې ٣٣ ارب ډالر ورکړې دي خو په جواب کې ورسره پاکستان د دروغو او درغلۍ نه کار اخیستی دی. ددې ورسته، امریکې د پاکستان په مجموعي توگه د دوو ارب ډالرو پوځي امداد هم وځنډولو.

د امریکايي د فشار په جواب کې پاکستاني چارواکي وايي امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ ذمه واري په پاکستان اچوي او د پاکستان نه د قربانۍ گډوری جوړوي.

د نوي کال په وړمبي ټویټ کې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ وویل پاکستان ته یې په تیرو ١٦ کلونو کې ٣٣ ارب ډالر ورکړې دي خو په جواب کې ورسره پاکستان د دروغو او درغلۍ نه کار اخیستی دی

د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د اتوار، یکشنبې، په ورځ د جرمني په میونخ ښار کې د امنیت په اړه یوې نړيوالې غونډې ته وویل چې پاکستان کې دا وخت کومه منظمه وسله ډله شتون نه لري خو هغه زیاته کړه چې په هیواد کې اوس هم د ٢٠ لکه نه زیات افغان کډوال میشته دي او طالبان او د حقاني ډلې وسلوال د کډوالود کېمپونو نه د پټېدو او د خلکو د راجلب کولو کار اغلي. هغه وویل وخت راغلی چې افغانان بیرته ستانه شي.

امریکايي او افغان چارواکي په روس په افغانستان کې د لاس وهنې او د طالبانو د کومک الزامات لگوي.

که څه هم روس طالبانو سره د مرستې رپورټونه ردوي خو طالبانو روس سره د روابطو تصدیق کړی دی. د رائټرز خبري ادارې د کال ٢٠١٦ م په یو رپورټ کې ویلي وو د روس او طالبانو تعلق د ٢٠٠٧ راهسې وجود لري.

څیړونکي وايي طالبانو سره د روس د نژدې والې یوه وجه دا هم کیدی شي چې ماسکو نه غواړي چې په افغانستان کې قوي کیدونکي داعش ډله روس ته ځان ورسوي.