د پاکستان د خزانې وزارت ترجمان وایي، سعودي عرب به په شاوخوا یوه هفته کې درې بلینه ډالره د پاکستان خارجي غيرملکي ذخایرو کې اضافه کړي، چې دا پیسې به د یو کال دپاره وي، او د سودو شرحه به یې څلور فیصده وي.
د خزانې وزارت ویاند مزمل اسلم د نهې/سې شنبې په ورځ وویل سعودي عرب به دا پیسې د یو حمایتي پکېج دلاندې چې د ګل/دوشنبې په ورځ دستخط شو، د پاکستان په غیرملکي ذخایرو کې اضافه کړي.
پاکستان دا وخت له سختو اقتصادي چلېنجونو سره مخ دی، غیرملکي ذخایر یې په کمېدو دي، د خسارې شرحه یې جګه شوې، د کرنسۍ قدر یې په ټیتېدو دی، او ګراني هم پکې زیاته شوې ده.
د پاکستان مرکزي بنک وایي چې اوس مهال د هېواد غیرملکي ذخایر څه کم دېرویشت (۲۲.۷۷) بلینه ډالرو ته رسیږي.
تېره میاشت چې کله وزیراعظم عمران خان ریاض ته تللی و، نو هلته سعودي عرب پاکستان سره د حمایتي پکېج په سر سلا وکړه، او په دې پکېج کې د یو اعشاریه دوه (۱.۲) بلینه ډالرو په قیمت د تیلو قرضه هم شامله ده.
کله چې د خزانې وزارت ویاند مزمل اسلم نه وپوښتل شول چې سعودي عرب به څه وخت د پاکستان په خارجي ذخایرو کې پېسې وراضافه کړي، نو هغه ځواب ورکړ: "امید دی چې دا هفته او یا د آینده هفتې په سر کې."
د پاکستان مرکزي بنک په یو بیان کې ویلي چې د سټېټ بنک ګورنر رضا باقر د ګل/دوشنبې په ورځ دا لوظنامه د سعودي عرب د ترقیاتي فنډ مشر سلطان بن عبدالرحمن المرشد سره په کراچي ښار کې دستخط کړه.
په بیان کې همدا راز راغلي: "د پیسې اضافه کولو د دې لوظنامې ترمخه، د سعودي ترقیاتي فنډ (اېس اېف ډي) به د پاکستان سټېټ بنک سره د درې بلینه امریکایي ډالرو اضافه وکړي. دغه اضافه شوې مقدار پیسې به، د لوظنامې په بنیاد، د پاکستان د سټېټ بنک د غیرملکي زرمبادلې برخه وګرځي."
د سعودي عرب لخوا د دې پیسو د اضافه کولو لوظنامه یوه هفته پس له هغه امضا شوه چې نړېوالې مالياتي ادارې (آئی اېم اېف) پاکستان ته د شپږ بلینه ډالره قرضو د پروګرام په اړه، په مقدماتي مسایلو اتفاق وکړ.
د آئی اېم اېف له اړخه د پاکستان د اصلاحاتي مالي پروګرامونو د ارزولو په تکمیل کېدو سره به نړېواله مالیاتي اداره، پاکستان ته شاوخوا یو بلینه ډالره قرضه په واک کې ورکړي، او دې سره به د پاکستان قرضه ټولټال درې بلینه ډالرو ته ورسیږي.
په پاکستان کې د ګرانۍ شرحه په اکټوبر میاشت کې ۹.۲ فیصدو ته ورسېده، خو د اکټوبر نه مخکې دوه میاشتو کې دا شرحه ۸.۴ فیصده وه. همدا شان د ډالر په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ قدر هم د سږکال د پیل راهیسي، یوولس (۱۱) فیصده راټیټ شوی دی.