لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دسینیټ کمیټۍ دسي پیک پروژو په سستوالي اندېښنې ښودلي


د پاکستان د سینیټ د منصوبه بندۍ او پرمختيا کمېټۍ د پاکستان او چين ترمنځ د اقتصادي پروژې سي پېک په اړونده منصوبو کې په سست پرمختګ اندېښنه ښودلې ده.

د کمېټې غړی او د پښتنخوا ملي عوامي پارټۍ سنیټیر سردار محمد شفیق ترين وايي په ګوادر کې د سى پېک په منصوبو کار ډېر ورو دی او وايي چې کومې پروژې ترسره شوي ځایي خلک هم هلته نه پرېښودل کېږي او هغوئ ګڼي چې ددغه منصوبې دوئ ته هېڅ ګټه نشته.

د پاکستان د سنېټ د منصوبه بندۍ او پرمختيا کمېټۍ د بلوچستان په ګوادر سيمه کې د پاکستان او چين ترمنځ د اقتصادي پروژې سي پېک لاندې د پروژو د پرمختګ د کار جاج اخستو لپاره پرون د سيمې دوره کړې وه.

کمېټۍ دا دوره په داسې حال کې کړې چې په ګوادر ښار کې د اوبو، بجلۍ نورو بنيادي اسانيو د نشتوالي پرضد د ګوادر خلک چې پکې ښځې هم شاملې دي له تېر 15م نومبر راهسې په احتجاجي پرلت بوخت دي.

ورځپاڼه ډان د سینیټ د منصوبه بندۍ او پرمختيا کمېټۍ مشر سليم مانډوي واله د قوله لیکي چې د ګېس، بجلۍ او اوبو نشتوالى د سيمې د خلکو لپاره سترې ننګونې دي او باید چې حکومت هغوئ ته بنيادي اسانتیاؤ ورکولو ته په سنجيدګۍ سره پام وکړي.

په دغه کمېټۍ کې شامل دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سنېټر سردار محمد شفیق ترين وايي چې په ګوادر کې یوازې د يو ټيکنيکل او وکېشنل انستیتوت وداني وه خو په هغې کې هم نه نصاب ؤ او نه نور تربيتي ماډلونه وؤ.

نوموړی ډيوه ته وايي په ګوادر کې په هغو منصوبو کار په چټکتیا سره روان دی کومې چې د چین د نظارت لاندې جوړېږي خو هغه منصوبې چې د پاکستان د لاندې دى په هغو دکار رفتار ډېر ورو دی او علت يې دا دی چې هلته د بنيادي اسانيو د نشتوالي له امله مزدوران او نور د کار خلک نه ځي.

هغه وویل په ګوادر کې چې کومې منصوبې مکمل شوي او پرمختیایي کارونه پکې سرته رسیدلي ځاىي خلک ورته نه پرېښودل کېږي، پوځیان ګرځي، د ګوادر پورټ، ګوادر اېر پورټ سيل دي.

دی وايي تر اوسه ددغه پروژو ځائ خلکو ته هیڅ ګڼه نشته. خلک ويني چې په وسيلو یې قبضه کېږي او هغوئ ته ګټه نه ورکول کېږي.

ورځپاڼه ډان د سنېټر پلوشه خان له خولې ليکي چې کاغذونو کې شوی پرمختګ د زمکني حقیقت بېخي برعکس دی او ځاىي خلک په داسې وخت کې غیر انساني ژوند کوي چې حکومت د هغوئ په نوم پرمختيایي پروژو باندې لویې رقم خرچ کوي.

سي پېک په پاکستان کې د چین د 50 بيلېنه ډالرو مهمه پروژه ده چې په کې د بجلۍ کارخانې، سړکونه او د ريل پټلۍ جوړول شامل دي.

نيکى اېشيا وايي په دې منصوبه کې د چین د پانګونو له کبله کال 2017-28 کې د پاکستان د اقتصادي ودې شرحه 5 فيصدي ته رسېدلې وه خو د چين ددغه پروژې څخه چې ځاىي خلکو په خپل ژوند کې د غوره بدلون کومې تمې تړلې وې اوس د هغوئ اميدونه تت شوي دي.

نيکی اېشيا په خپل يو رپورټ کې ليکلي چې په پاکستان کې دا مهال د چين نېغه په نېغه پانګونې هم کمې شوې دي او د پاکستان مرکزى بنک د شمېرو له مخې د تېر کال په نسبت په پاکستان کې د چین پانګونې د 154 ميلېنه ډالرو څخه 76 ميليېنه ډالرو ته راښکته شوې دي.

د نړيوالو چارو شنونکی خورشید خان چې په سي پېک پروژه نظر لري ډيوه ته وايي په ګوادر کې دا روانې مظاهرې خطرناکې دي او زياتوي نړۍ هم د سي پېک لاندې د چين پانګونې او قرضې د پاکستان لپاره د قرضو لټ ګرځوي.

هغه وايي پاکستان ویره لري چې هسې نه چين د قرضې په بدل کې د ګوادر بندرګاه زمونږ نه ونيسي. او که چين ګوادر له پاکستان څخه واخستو نو امریکا به دا ونه زغمي.

هغه وايي چين په پاکستان کې نوره سرمایه کارى نه کوي او هغوئ دا سوچ کوي چې پاکستان د چين سره پروکسي شورو کړې ده او پرضد یې ځاىي خلک راپاڅوي.

خبريال خالد عزيز چې په ځانګړي ډول د بهرنیو مطبوعاتو لپاره د سي پېک په چارو رپورټنګ کوي ډيوه ته وايي د مسلم لیګ ن په تېر حکومت کې د ګوادر پرمختګ ته پام نه ؤ شوی او خپل ټول پام یې مشرقي کوريډور ته ګرځولی ؤ.

هغه وايي موجوده حکومت د بلوچستان لپاره د 600 اربه روپو پېکج اعلان کړى دی او ددې لاندې د بلوچستان په ټولو سیمو کې د سړکونو په جوړښت کار روان دی.

د ګوادر د بجلي ګهر فزيبيلټي سټډي رپورټ منظوري هم ورکړې شوې ده. د ګوادر ماسټر پلان هم منظور شوی دی او د ميراني ډېم څخه ګوادر ته د اوبو د ورکولو په کار هم پرمختګ روان دی.

که يو خوا په پاکستان کې د چین نېغ په نېغه پانګونې کمې شوې دي نو ورسره د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت کې هم کمی ليدل کېږي.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې پاکستان ته د چین برامدات کال 2017 کې تر ټولو زیات 15 بيليېنه ډالره ته رسېدلي وؤ او په دې کچه کې د کال 2020م او 2016م مينځ موده کې 40 فيصدى کمی راغلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG