د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه به د سعودي عرب باچا بېرته رضا کړی شي؟

د پاکستان مطبوعات وايي چې د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د پاکستان او سعودي عرب ترمنځه په اړیکو کې د پېدا شوي تاوتریخوالی کمولو لپاره ریاض ته ورغلی دی.

ډان ورځپاڼه لیکي د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر جنرل فېض حمید هم د پوځي مشر سره په دی سفر کې موجود دی.

رائیټرز خبري اداره د پوځ او نورو سرکاري سرچینو له قوله وايي که د پوځ سر لښکر د سعودي عرب سره جوړ شوي تاوتریخوالي په کمولو کې ناکامه راشي نو دا به د پاکستان د مرکزي بنک د بهرنیو پېسو اکاونټ یا زرمبادله په بده توګه اغېزمنه کړي.

د پاکستان پخواني خارجه سکتر شمشاد احمد خان د پاکستان یو شخصي ټیلي ویژن ته ویلي د سعودي عرب سره اړیکې بېرته هم پوځي مشران سمولی شي ځکه چې د سعودي عرب دفاع کې د پاکستان پوځ اهم رول لوبوي.

شمشاد احمد خان وايي چې پاکستان دا وخت د کشمیر په مسله د سخت فشار سره مخ دی او په دې لړ کې د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو نه ډېرې تمې لري، خو هغه وویل دغه مسلمان هېوادونه هند نشي خفه کولی ځکه چې د پاکستان په پرتله دوی زیاتې ګټه ورې اقتصادي اړیکې د هند سره لري.

د دواړو هېوادونو ترمنځه اړیکې تېره اوونۍ د کشمیر په مسله د پاکستان خارجه وزیر لخوا په سعودي عرب له سختو نیوکو وروسته ترینګلی شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي ويلي ؤ، که سعودي عرب ملاتړ کوي او که نه، خو وخت راغلی چې پاکستان د کشمير په مسله مخکې تګ وکړي او که ریاض په دې اړه د او آی سي غونډه نه راغواړي نو پاکستان به ګوري چې د ياد تنظيم غړی پاتې شي او که نه.

اګر چې سعودي په سرکاري توګه د پاکستان د خارجه وزیر په بیان تر اوسه څه غبرګون نه دی ښودی خو د پاکستان مطبوعاتو د قرېشي له بیانه وروسته ویلي وو سعودي عرب د پاکستان نه خپل قرض يو ارب ډالره بيرته اخستې دي، او ويل کيږي د نورو دوه اربه ډالره بيرته اخستو يې ورته ويلي دي.

د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ په ۲۰۱۸م کې د شپږ اعشاريه دوه اربه ډالره قرض لاسليک شوی ؤ چې پکې درې اربه ډالره قرض او د درې کالو لپاره د یو کال په تاخیر سره د پېسو ورکولو د درې اعشاريه دوه اربه ډالره د تېلو لوظنامه لاسليک شوې وه.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر شبلي فراز دوه ورځې وړاندې ويلي ؤ، سعودي درې اربه ډالره پاکستان ته قرض ورکړي وو يو ارب ډالره يې ترې بيرته واخسته، او د هغه په وېنا قرض بيرته اخستل کیږي دا نا اشنا خبره نه ده.

هغه ويلي ؤ سعودي عرب د پاکستان سره د ورورولۍ اړيکې لري او تل په يې په سخت وخت کې د پاکستان سره لاس کړی دی.

خو نوموړي ورسره دا خبره هم کړې وه چې په نړيوال کچ په اړيکو کې کوم بدلونونه کیږي او پاليسيانې جوړیږي "پاکستان به هم د هغې پاليسۍ په لار ځي چې ګټې يې خوندي کوي".

د عبدالولي خان پوهنتون د نړیوالو چارو یو استاد عبدالشکور وايي چې دا وخت پاکستان کې د عرب نړۍ سره اړیکو ته د ترکي په په تناظر کې کتلی کېږي.

هغه وايي هم دغه وجه ده چې د تېرو څو کلنو راهیسې څو وارې د پاکستان او سعودي ترمنځه اړیکو کې تاو تریخوالې لیدلی شوې دی.

په پاکستان کې دننه د پاکستان خارجه وزیر لخوا د سعودي عرب په اړه بیان باندې ځینو حکومتي او د مخالفه ډلو مشرانو سختې نیوکې هم کړی دي.

د مرکزي حکومت د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري ویلي چې شاه محمود قرېشي له د بیان ورکولو نه وړاندې ډېر احتیاط کول پکار وو ځکه چې د هغه بیان د هېواد خارجه پالېسي ګڼلی کېږي.

شیرین مزاري ویلي وو مونږه د سعودي عرب سره اړیکې نشو خرابولی، دوي همېشه د پاکستان مرسته کړی.

په پارلیمان کې د مخالفه ډلو مشر او مسلم لیګ نون ډلې صدر شهباز شریف هم په غبرګون ښکاره کړی وو او ویلي یې وو چې د سعودي عرب په اړه د خارجه وزیر بیان د بد مرغی وړ او غېر ذمه وارانه دی، ځکه چې مونږه د سعودي سره د باوري اړیکو یو تاریخ لرو.