لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته په تېره مياشت کې د بهر نه ډېرې ډالرې راغلي خو روپۍ بيا هم د فشار ښکار ده


په پاکستان کې د بهرنيو پېسو بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي پاکستان ته د جولايۍ په مياشت کې په غېرملکي زرمبادله کې زياتوالی راغلی خو د ډالر په مقابله کې روپۍ اوس هم د فشار ښکار ده ځکه چې دغه ډالرو د روپۍ قدر نه دی زيات کړی.

د نوموړي په وينا د سعودي عرب له خوا د ويړيا تېلو او په درې اربه ډالرو کې د يو ارب ډالرو بېرته ورکولو له کبله پاکستاني روپۍ د فشار ښکار ده.

"هره ورځ په پاکستان کې د شپږو نه تر اووه مليونه ډالرو پورې جمع کېږي او د څلور نه تر پينځه مليونه ډالره د بهر نه راتلونکي خلک هم د ځان سره راوړي".

هغه زياته کړه "په بهر هېوادونو کې مېشت کارکوونکو د جولايۍ په مياشت کې د لوی اختر لپاره هم زياتې پېسې رالېږلې دي.اقتصادي اعشاريې مثبت اړخ ته روانې دي او تجارتي خساره هم تر ډېره حده راکمه کړی شوې ده".

د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه ‌‌‌‌‌‌ډان وائي د جولايۍ په مياشت کې په مجموعي توګه ۲۹۰ مليونه ډالره په انټربېنک مارکيټ کې جمع شوي دي چې د غېرملکي زرمبادله کی زياتوالی ښايي.

د دې ترڅنګ د ملک دننه د ډالر د غوښتنې د کمي له امله د پېسو سوداګر په بېنکونو کې ډالر جمع کوي.

له دې وړاندې د کرونا وبا له امله د مارچ په مياشت کې سوداګرو په مرکزي بېنک کې ۳۳۳ مليونه ډالره جمع کړي وو بيا په اپرېل کې دا پېسې ۱۱۷ مليونه ډالره ته کم شوی ؤ. د مۍ په مياشت کې دا پېسې ۲۳۰ مليونه ډالره ته زیاتی شوی.

د اقتصادو چارو کار پوهه سجاد احمد وايي په ملکي او نړيوال کچه د کاروباري هلو ځلو کمېدو له امله د ډالر غوښتنه کمه شوې ده ځکه چې سېلګري، حج، عمره او د سامانونو راوړل بند شوي دي.

په مالي کال۲۰۱۹-۲۰ کې د بهر هېوادونو کارکوونکو پاکستان ته ۲۳ اربه ډالر رالېږلي وو خو د دې ترڅنګ د کاروبارونو د بندېدو له امله د زياتو پاکستاني وګړو کاروبارونه اغېزمن شوي وو.

په پاکستان کې د بهر ملکي کرنسۍ د زياتوالي باوجود د روپۍ بيعه نه ده زياته شوې او اوس هم د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه ۱۶۸ روپۍ او پينځه پېسې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG