د پاکستان سترې محکمې په چینايي مالګې باندې بندیز لګولی

د پاکستان سترې محکمې د خالي یا شنبې په ورځ د چینايي مالګې په خرڅلاو، وارداتو او صادراتو باندې بندیز لګولی او ویلي یې دي چې دا مالګه روغتیا ته زیان رسوي.

د پاکستان انګلیسي ژبې ورځپاڼې ډان لیکلي چې د پاکستان ستر قاضي (چیف جسټس) میا ثاقب نثار امر ورکړ چې د محکمې له دغې پرېکړې دې د ټولو صوبو اړوندې ادارې خبرې کړای شي.

ده دا هم وویل چې لومړی وزیر (وزیر اعظم) به پدې مسله په کابینه کې هم خبرې کوي.

د پنجاب چیف سکریټېري چې په محکمه کې حاضر و ستر قاضي میا ثاقب نثار ته وویل، چې د سند حکومت د چینايي مالګې په خرڅلاو باندې د اساسي قانون د ۱۴۴ مادې پر بنسټ بندیز لګولی.

د پنجاب حکومت د چینايي مالګې په خرڅلاو، وارداتو او صادراتو باندې په جنورۍ کې بندیز لګولی و او د خیبر پښتونخوا او سند حکومتونو ورپسې په فیبروۍ کې دغه بندیز پلی کړ.

د امریکا یوې معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټایمز د مارچ په لومړۍ نېټه په یوه مضمون کې لیکلي و، چې پاکستاني قاضیان یو ماموریت لري خو پوښتلي وه چې دا ماموریت څه دی؟

د مقالې لیکوال لیکلي و، د پاکستان تر ټولو لوی قاضي هڅه کوي دغه هېواد له مفسدو سیاستوالي وژغوري او په ورته وخت کې غواړي چې مونږ له هارمونونو پاک چرګان وخورو.

لیکوال لیکلي، د پاکستان لوی قاضي په پلازمینې اسلام اباد کې د بار اسوسیشن د کفیټریا مخې ته وکیلانو ته ویلي و:

"زما د هڅو موخه پاکه هوا، اوبه او سوچه شېدې دي. "

نوموړي په دې برخه کې د وکیلانو د مرستې غوښتنه کوله. په ورته وخت کې د هغه په کاري لست کې د ژیړي (هیپټایټیس) او سرطان (کنسر) د ناروغیو پرضد جګړه او غلو دانو ته یوه مناسبه بیه هم ده.

د نیویارک ټایمز د مقالې لیکوال د میا ثاقب نثار له خولې لیکلي و، یو دلیل چې پاکستان لوی قدرت (سوپر پاور) نه دی هغه دا دی چې پاکستاني بزګر یا کروندګر له چینایي بزګرو څخه زیاتې د سګرټ دمې اخلي.

همدارنګه د پاکستان سترې محکمې د فساد په تورونو باندې د ۲۰۱۷ کال په جولای کې د وخت وزیر اعظم نواز شریف هم د خپلې څوکۍ او بیا وروسته حتی د خپل ګوند د مشرۍ لپاره نا اهله وګرځولو چې بیا د ګوند غړو یې د سترې محکمې ددې پرېکړې پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړ.

د نیویارک ټایمز په دغې مقاله کې دا هم ویل شوي وه چې داسې ښاري د پاکستان ستره محکمه هغه مسلې په خپلې اجنډه کې نیسي کومې چې په رسنیو باندې خپریږي او بیا یې په اړه پرېکړې هم بیرته له رسنیو سره شریکې کیږي.