د متحد عرب اماراتو ته راستنېدونکو پاکستانیانو کې د کرونا وایرس مرض زیات دی، خارجه وزارت وايي 

د پاکستان ډان ورځپاڼې ترمخه تېره میاشت د ابوظهبي نه په یو پرواز کې په ۲۰۹ مسافرو کې د ۱۰۵ کسانو د کرونا وایرس د ټېست نتیجې مثبتې وې، یعنې دوی وایرس ناروغه کړي وو. رویټرز په خپل رپورټ کې وايي خارجه وزارت د دغه شمېرو تصدیق نه دی کړی

د پاکستان خارجه وزارت ویلي د متحده عرب اماراتو نه وطن ته ستنېدونکي پاکستانیانو لویه شمېره کرونا وایرس مريضان کړي دي او پاکستان دا مسله د اماراتو سره راپورته کړې ده.

د خارجه وزارت ترجمانې عایشه فاروقي د وټس اېپ دلارې رویټرز خبري ادارې ته وویل چې د مسلې د حل کوولو دپاره د پاکستان او متحده عرب امارتو حکومتونو په شریکه کار شروع کړی دی. رویټرز وویل د اماراتو خارجه وزارت په دې اړه په سملاسي ډول څه نه دي ویلي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ترمخه تېره میاشت د ابوظهبي نه په یو پرواز کې په ۲۰۹ مسافرو کې د ۱۰۵ کسانو د کرونا وایرس د ټېست نتیجې مثبتې وې، یعنې دوی وایرس ناروغه کړي وو. رویټرز په خپل رپورټ کې وايي خارجه وزارت د دغه شمېرو تصدیق نه دی کړی.

رویټرز وايي په متحده عرب اماراتو کې ۱۵ لکه پاکستانیان مېشته دي چې زیاتره د کم امدن کارکوونکي دي کرونا وایرس د خپرېدو له امله بې روزګاره شوي دي او د پروازونو د کمي له امله ایسار دي. د پاکستان کونسلخاني ویلي ۶۰۰۰۰ پاکستانیانو وطن ته د تګ دپاره نوم لیکنه یا رجسټرېشن کړی دی. د ابوظهبي د حکومت مطبوعاتو څانګې د ګل، دوشنبې، په ورځ به ټویټر وویل په مصفح صنعتي علاقه کې مېشت د ۳۳۵۰۰۰ کسانو د کرونا وایرس ټېسټونه به کوي. په دغه علاقه کې کم امدن زیاتره خارجي کارکوونکي دي چې د ګڼې ګوني په کورونو کې ژوند کوي.

په یو ای ايي کې د کرونا وایرس ۱۵۱۹۲ ناروغۍ او ۱۴۶ مرګونه رپورټ شوي دي.