د پاکستان دخارجه دفتر وياندې دزيارت په ورځ وئيلي دي دپاکستان په خاوره موجودو تندلارو پسې دورتگ په اړه امريکائي خبردارى دترهگرۍ د مخنيوي دمرستو په ضد دى.
د پاکستان دخارجه دفتر وياندې تهمينه جنجوعه وويل دوي باور کوي چې دغه څرگندونې د هاغه مرستې سره په ليکه کې نۀ دي چې ددواړو هيوادونو ترمينځ موجودې دي.
د هغې اشاره دامريکې ددفاع دوزير ليون پنيټا هاغه تبصرې ته وه چې پکې هغه وئيلي وؤ امريکا به په افغانستان کې دخپلو پوځيانو ددفاع لپاره دپاکستان په خاوره دموجودو جنگيالو څخه دفاع لپاره هر ممکن گام اخلي.
د ليون پيناټا په شمول امريکائي چارواکي گمان کوي چې تيره ورځ په کابل کې په امريکائي سفارت خانه ترسره شوي راکټي بريد او دتير خالي په ورځ دټرک په يوه بمي چاؤدنه کې دحقاني دډلې سره تعلق لرونکي جنگيالي ککړ دي.
ليون پيناټا خبريالانو ته وئيلي بيا بيا دوي په پاکستان ټينگار کړى چې ددغه شان بريدونو مخنيوي لپاره خپل اثرورسوخ استعمال کړي، او دوي په دغه اړه ډير کم پرمختگ کړى.
پاکستاني چارواکي وائي کله چې دهغوي دخاورې څخه تندلاري افغانستان ته واوړي نو دا دامريکا په مشرۍ دنړيوالو ځواکونو ذمه واري ده چې په ضد يې کارروائي وکړي.
يو پاکستاني پوځي چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل مونږ دترهه گرۍ په ضد جگړه کې خپلې ټولې وسيلې پکار راولو، تر څو چې دحقاني دډلې پشان دمعاملو تعلق دى چې هغوي دپاکستان دخاورې څخه بريدونه کوي، کله کوم ثبوت هم ورکړل شوى؟
پنيټا وائي هغه په امريکائي ځواکونو دبريدونو وروستو پاکستان کې خپلو محفوظو ځالو ته دحقاني دډلې دجنگيالو په تيښته انديښمن دى او دا دقبلولو وړ نۀ ده.
پاکستان وائي د تندلارو په اړه امريکائي خبردارى اړيکې خرابوي
د پاکستان دخارجه دفتر وياندې تهمينه جنجوعه وويل دوي باور کوي چې دغه څرگندونې د هاغه مرستې سره په ليکه کې نۀ دي چې ددواړو هيوادونو ترمينځ موجودې دي