په افغانستان کې دامريکا سفير وائي تندرويه ډله حقاني نيټ ورک دافغانستان پايتخت کابل کې په امريکائي سفارت خانه او دنيټو په هيډکوارټرز ترسره شوي منظم بريد کې لاس لري.
سفير ريان کروکر وئيلي دي چې هاغه بريد چې دشورو په سحر دشلو گينټو دجگړې څخه وروستو اودريدلى ، به دامريکا په مشرۍ دائتلافي ځواکونو لخوا افغاني ځواکونو ته دامنيتي چارو په سپارلو اغيزه نۀ کوي.
حقاني نيټ ورک دالقاعده او طالبانو دواړو سره اړيکې لري.
دکروکر وينا ده دا دپاکستان، افغانستان او نړيوالې ټولنې په اوږدمهاله گټه کې ده چې دغه ډله او دپولې پورې غاړې پاکستان کې په خوندي ځالو کې موجود تندلاري په قابو کې راولي.
د افغانستان دکورنيو چارو وزارت دشورو په ورځ اعلان وکړو چې مقامي ځواکونو په کابل کې په مهمو هدفونو بريدکوونکي ټول تندلاري وژلي، دغه اعلان پايتخت کابل کې په گڼو مهمو هدفونو دطالبانو ديو منظم بريد دپيل کيدو څخه 20 گينټې وروستو وشو.
کابل : ريان کروکر وائي د کابل بريد کې حقاني ډله لاس لري