د اسلام آباد عدالت پوښتلي په امریکايي سفارتکار د سفر بندیز ولې نه دی لگول شوی

  • ایاز گل

د پېښې په اړه د اسلام آباد پولیس وډیو هم جاري کړې ده چې پکې یو سپین موټر په سره اشاره تیر شي او د موټر سایکل سره ټکر شي. پولیس وايي دغه موټر د کرنل جوزف دی

په اسلام آباد کې یو عدالت په پولیس تنقید کړی دی چې په یو امریکايي سفارتکار چې د سړک په خونړۍ حادثه کې ککړ دی په هغه یې د سفر بندیز نه دی لگولی.

د شورو، چارشنبې، په ورځ اورونه کې د عدالت جج، یا قاضي، وویل که چېرې قانون سفارتکار ته تحفظ ورکوي نو قانون د شهریانو تحفظ هم کوي. "دا چې هغه سفارتکار دی دا معنا نه لري چې هغه زمونږ شهریان وژلی شي."

د اسلام آباد په عدالت کې دغه مقدمه د اپریل د میاشت د اوومې نېټې د هغه پېښې په سر شروع شوي ده چې په اسلام آباد کې د امریکې سفارتخانې د پوځي استازي کرنل جوزف اېمینول موټر د پایتخت په مارگله سړک د موټر سایکل سره ټکر شو. په حادثه کې په موټر سایکل ناست ٢٢ کلن عتیق بېگ مړ شو.

د عتیق بېگ کورنۍ د اسلام آباد هايي کورټ ته خواست کړی دی چې په کرنل جوزن دې پابندي ولگول شي چې د هېواد نه بهر نشي لاړ. د هغه کورنۍ احتجاج هم کړی دی او وايي دوی سره دې انصاف وشي.

د پېښې په اړه د اسلام آباد پولیس وډیو هم جاري کړې ده چې پکې یو سپین موټر په سره اشاره تیر شي او د موټر سایکل سره ټکر شي. پولیس وايي دغه موټر د کرنل جوزف دی.

د شورو، چارشنبې، په ورځ د اورونې په وخت د اسلام آباد یو چارواکی هم په عدالت کې موجود و. جج پولیس افسر ته په سخت لهجه کې وویل چې پولیس نه خو د امریکايي سفارتکار نه بیان واخیستلو او نه یې هم د حادثې د ځای نه د وینې نمونې واخیستې.

پولیس افسر په مخاطب کولو جج وویل "چې یو سپین او هغه هم امریکنی" تاسو به یې "وارخطا" کړې وی.

د عتیق بېگ د کورنۍ وکیل شهزاد اکبر د اورونې ورسته خبریالانو ته وویل عدالت داخله وزارت ته د گل، دوشنبې، د ورځ پورې د فېصلې مهلت ورکړی دی چې آیا په کرنل جوزف پاکستان نه د بهر تگ پابندي لگول شوي ده او که نا؟

په اسلام آباد کې امریکايي سفارتخانې په حادثه کې د مړ شوي او زخمي تنانو خپلوخپلوانو سره د همدردۍ او په تحقیقاتو کې د مرستې څرگندونه کړې ده.

د حادثې یوه ورځ ورسته، د امریکې سفیر ډیوډ هېل خارجه وزارت ته غوښتل شوی و او احتجاج ورته وشو.

د خارجه وزارت ترجمان محمد فیصل ویلي په دې معامله کې به انصاف او د سفارتکارۍ د قوانینو سره کولی شي.

پاکستاني مامورینو ویلي کرنل جوزف سفارتي استثنا لري، یعنې ځايي قوانین پرې نه عملي کیږي.