پاکستان په تورخم کې زده کوونکو او کسټم کارکوونکو ته کارډونه ورکوي

د خیبر ایجنسۍ پولیټکل انتظامې چارواکو ویلي د پاکستان امنیتي ځواکونو د تورخم په دروازه د افغان زده کونکو او کسټم کلیرنګ ایجنټانو لپاره د نرمۍ پرېکړه کړې ده.

د یادې انتظامې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تورخم په باچا مینه کې د سرکاري او شخصي سکولونو افغان زده کوونکو او کسټم کلیرنګ ایجنټانو ته به د دوي په وینا، تر پوله د اوښتو لپاره ځانګړي کارډونه ورکول کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي چې یاد زده کوونکي او کسټم کلیرنګ ایجنټان دې د جولايي پر ۱۰ مه نېټه په تورخم کې د نادرا دفتر ته د ځان ثبت کولو لپاره ورشي.

پر تورخم د تلو راتلو لپاره دا ځانګړي کارډونه به یوازې هغو افغان زده کوونکو ته ورکول کېږي چې په باچا مېنه کې د سکول د پرنسپل یا مشر ښوونکي له خوا ثبوت ورسره وي.

خبرپاڼه زیاتوي چې کسټم کلیرنګ ایجنټان باید په تورخم کې د کسټم دفتر تصدیق نامه ولري.

د یادونې وړ ده چې پاکستان له تېر څه باندې یوه کاله راهسې افغانستان ته پر تلونکو لارو نه یوازې د ویزې شرط لګولی دی بلکې په عامه توګه هم خلک په تلو راتلو کې له سختۍ سر ټکوي.

د مشال ریډیو په مننه